Key Points
- د آسټرالیا د کورنۍ قانون لاندې د ماشوم ګټې خورا مهم دي
- ډیری والدین طلاق وروسته غير رسمي هوکړې ته رسيږي ترڅو د محکمې له لږښتونو ځان خلاص کړي.
- کله چېد ماشوم والدين طلاق وروسته هوکړې ته نه رسيږي بيا د منځګړي مرسته ترلاسه کولی شي.
- د کورنۍ محکمه ته خپل قضيه وړل تل وروستی انتخاب وي، او هغې لپاره هم لارښوونې شتون لري.
د کورنۍ قانون په مساوي ډول په واده شوو کسانو پلي کیږي.
د قانون له مخه د ماشومانو خونديتوب او هغوی ته اسانتياوو ته لومړيتوب ورکول کيږي، پدې کې مور يا پلار مطرح نه وي بلکې يوازې د ماشوم هوساينه په نظر کې نيول کيږي.
دا پدې معنی ده چې د والدينو جلا کيدو وروسته مور يا پلار په اوتوماتيک ډول د ماشومانو پالونکي نه جوړيږي او نه هم يو له دوی څخه د بل په استازيتوب پريکړه کولی شي.
بيا په ځينو مواردو کې که چيرې تاوتريخوالی يا بله ستونزه موجوده وي نو بيا محکمه ددې صلاحيت لري چې يو والد د خپلو ماشومانو له ليدو يا پالنې څخه منع کړي.
د ماشومانو مالي لګښت او ځينو نورو مسايلو لپاره دواړه والدين يوشان مسوليت لري چې برخه واخلي او دا هم مهمه نده چې ماشوم له کوم والد سره وخت تيروي بلکې د دواړو والدينو مالي او نور مرستې له شرايطو پرته ماشومانو ته ورکول کيږي.

Equal shared parental responsibility means both parents must support the child financially. Credit: PeopleImages/Getty Images
دا هوکړه رسمي نه وي ولې که والدين رامينځته شوې هوکړه رسمي کول هم غواړي هغې لپاره اداره موجوده ده ترڅو ورته رسمي بڼه ورکړي.

Little girl feeling sad while her parents are arguing in the background. Credit: skynesher/Getty Images
تاسو ته مو يادې مهمې مسلې په اړه رپوټ تيار کړی چې لا ډير نور معلومات پکې موندلی شئ، بشپړ رپوټ واورئ.