مهم ټکي:
- شخصي رسنۍ د خپلو ګټو لپاره خپرونې وړاندې کوي او د هغو کسانو ګټو ته ځواب ویونکې دي چې د یادو شبکو مالي ملاتړ کوي.
- اې بي سي (ABC) شبکه لسګونه سیمه ایز او نړیوال دفترونه لري، همدا راز د آسټرالیا په لویو ښارونو کې سټوډیوګانې هم لري.
- اس بي اس شبکه د مختلفو کلتورونو د خلکو ترڅنګ، د آسټرالیا اصلي اوسېدونکو ته هم خپرونې وړاندې کوي.
- اس بي اس راډیو، د اویایمې لسیزې په نیمايي کې د حکومت په مالي مرسته او رضاکارانو په همکارۍ خپرونې پیل کړي.
د آسټرالیا په اساسي قانون کې د مطبوعاتو آزادي نه ده تضمین شوې، مګر آسټرالیا د نړۍ د مطبوعاتو د آزادۍ په شاخص کې د نړۍ په څلوېښتو هېوادونو کې ځای لري.
په آسټرالیا کې بېلابېلې رسنۍ شتون لري، په شمول د شخصي یا سوداګریزو رسنیو او هغو شبکو چې د ټولنې لخوا تمویلېږي.
په دغه هېواد کې دوه داسې شبکې هم شته چې د مالیه ورکوونکو په پیسو تمویلېږي لکه د آسټرالیا اې بي سي (ABC) او اس بي اس (SBS) شبکې.

ABC SBS
کریسټین پورټر، د عامه رسنیو د اتحادیې اجراییوي مشر دی. یاده اداره د عامه رسنیو او خبریالانو د ګټو ملاتړ وي.
هغه وايي، عامه رسنۍ باید د حکومت او سوداګریزو ادارو له مداخلې څخه پاکې واوسېږي. دغه رسنۍ باید بې طرفه خبرونه او کیفیت لرونکي مواد تولید کړي ترڅو ټولنې ته معلومات او تعلیم ورکړي.
"عامه رسنۍ باید په بېړني حالاتو یا بحران په وخت کې د معلوماتو معتبره سرچینه وي."
"دوي باید د حکومت او سوداګریزو ادارو له مداخلې څخه پاکې وي."

Credit: Sompong Sriphet / EyeEm/Getty Images
وینډي بیکن، تحقیقاتي ژورنالیسته او سیاسي فعال ده. هغې د دوه لسیزو لپاره د سیډني د ټیکنالوژۍ په پوهنتون کې د ژورنالېزم د پروفیسورې په توګه کار کړی.
هغه وايي عامه رسنۍ باید نشراتي خپلواکي ولري، آزادي ولري ترڅو په حکومت او سیاسي ګوندونو انتقاد وکړي، پدې مانا چې رسنۍ پرېکړه ونیسي چې څه او څرنګه نشر کړي.
ه آسټرالیا د رسنیو آزادي پدې معنی نده چې دلته رسنۍ له فشارونو سره نه مخ کېږي.
د ای بي سي شبکې، د خبرونو، شننو او څېړنو د برخې پخوانی مشر، ګیوین موریس وايي، په حکومت کې ځینې داسې خلک شته چې فکر کوي، که چېرې مونږ عامه رسنۍ تمویلوو نو باید پر مونږ انتقاد ونکړي یا په ځینو مسئلو کې د حکومت له دریځونو سره خواخوږي ولري.
مهرباني وکړئ، پدې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.