په آسټرالیا کې شاوخوا ۴۰٪ امیندوارۍ غیر ارادي دي، له دې څخه، نږدې ۳۰٪ په ماشوم لرې کولو پای ته رسیږي، چې ډیری یې د امیندوارۍ څخه ۱۲ اونۍ مخکې واقع کیږي.
اسټراليا کې د ماشوم لرې کول یو قانوني کړنلاره ده چې د آسټرالیا د روغتیا پاملرنې سیسټم له لارې ورته ميرمنې لاسرسی موندلی شي.
پروفیسوره ډینیل مازا په موناش پوهنتون کې د ډاکټرانو مشره ده.
هغه وايي، "دا بايد په ښکاره ډول په ټول اسټراليا کې په يو شکل قانوني شي او د ښځو لپاره په اسانۍ د لاسرسي وړ وي."
نن ورځ په اسټراليا کې میرمنې د جراحي او طبي لارې د ماشوم لرې کولو اختیار لري، مګر یوازې ۱۰٪ عمومي ډاکټران د اړتیا وړ درملو د لیکلو لپاره راجستر شوي.
د ماشوم لرې کولو قانون په هر ايالت کې لږ سره توپير کوي ولې دا دې پورې اړه لري چې تاسو چیرته ژوند کوئ.ډينيلي ميزا، موناش پوهنتون کې د ډاکټرانو مشره
اسټراليا کې د ماشوم لرې کولو لپاره بيلابيلې لارې شتون لري چې دا ټول تاسې په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ او پدې به هم پوه شئ چې په کومو شرايطو او حالاتو کې ماشوم لرې کيږي.
لا ډير معلومات د سپيکر تڼۍ کليکاږلو سره واورئ.
——————————————————-
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.