څنګه په اسټراليا کې خپل تنخوا ډيرولو لپاره غوښتنه کولی شئ؟

Warehouse Workers on a Lunch Break

A pay rise is an exchange of money for your value as an employee in your workplace. Credit: Marko Geber/Getty Images

اسټراليا کې دا د کاري کلتور يوه برخه ده چې خپل کار او د کار کيفيت په نظر کې نيولو سره که دا احساس کوئ چې بايد مو تنخوا لوړه شي نو تاسو يې غوښتنه کولی شئ. دا مهمه نده چې تاسې کومه برخه کار کوئ ځکه د تنخوا ډيروالي غوښتنه په هر کار کې کولی شئ. په ځینو مواردو کې، ستاسو د تنخوا ډيروالی کيدای شي حتی ستاسو قانوني حق وي.


Key Points
  • په آسټرالیا کې، که تاسو باور لرئ چې د لوړې تنخوا لپاره وړ ياست تاسو کولی شئ په هر وخت کې د تنخوا د ډيروالي غوښتنه وکړئ.
  • تاسو کولی شئ د خپلې اتحادیې، همکارانو او یا په خپله د معاش د زیاتوالي غوښتنه وکړئ.
که تاسو د خپل کار مشر څخه د معاش د زیاتوالي په اړه د فکر کولو له امله ډار احساس کوئ، تاسو یوازې نه یاست.

د بشري منابعو کارپوه کیټ ګیټلي په وینا، ډیری کارمندان د تنخوا ډيروالي غوښتنه کې د ويرې احساس کوي، ولې په اسټراليا کې بايد داسې نه وي، ځکه دلته د تنخوا ډيروالي غوښتنه يوه عادي مسله ده او هر څوک يې کولی شي.

اسټراليا کې د کاري کلتور پلوه يو کارمند کولی شي د تنخوا ډيروالي غوښتنه وکړي.

آغلې ګیټلي وايي، پداسې حال کې چې د تنخواوو د زیاتوالي په اړه مقررات په کاري ځایونو کې توپیر لري، دا عموما د کارمندانو لپاره د منلو وړ دی چې خپل د تنخوا د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وکړي.

سوزان ینګ، د لا ټروب په پوهنتون کې د مدیریت (حکومتداري او CSR) پروفیسوره ده، اغلې وايي، په آسټرالیا کې د کال تر ټولو ښه وخت د تنخواوو خبرو اترو لپاره د مالي کال پای ته رسیدو دمخه، د اپریل / می په شاوخوا کې دی.

اسټراليا کې ډير کاروبارونه اړ دي ترڅو قانون له مخه د کار کوونکو تنخوا هر کال لوړه کړي.
Six stacks of gold coins shows growing funds
If you have signed a job contract, this will likely include conditions about pay rises and their timeline. Credit: djgunner/Getty Images
اسټراليا کې لږ تر لږه تنخوا نرخ موجود دی او بله خوا ډيري کاري ادارې بايد په کال يو ځل د کار کوونکو تنخواوو کې ډيروالی راولي.
تاسې څنګه د تنخواوو ډيرالي غوښتنه کولی شئ، پدې اړه مو تاسو ته يو رپوټ چمتو کړی، لا ډير معلومات بشپړ رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
څنګه په اسټراليا کې خپل تنخوا ډيرولو لپاره غوښتنه کولی شئ؟ | SBS Pashto