کوويډ-۱۹ بنديزونو دوران کې د اختر لمانځل، يو مسلمان بايد څه وکړي؟

Melbourne Multicultural Centre works for future generation (Image representational)

at Lakemba Mosque during Eid al-Adha// at Paul Keating Park in Bankstown during Eid al-Adha on October 4, 2014 in Sydney, Australia. Source: Getty Images AsiaPac

د لوی اختر لمانځل پداسې وخت کې کيږي چې لا اوس هم د نړۍ ډير هيوادونه د کرونا ويروس لمن کې دي او په ځينو هيوادونو کې بنديزونه لګول شوي.


د لوی اختر فضيلتونه او پر مسلمان باندې د ياد اختر لمانځلو احکام په اسلام کې ښکاره دي، ولې د کرونا وبا راتګ سره د اسټراليا لويو ښارونو په ګډون د نړۍ ځينو نورو هيوادونو کې محدوديتونه پر خپل ځای دي او مسلمانان نشي کولی اختر لکه پخوا ولمانځي.

ډاکټر افتخار احمد، د اسټراليا ملبورن ښار کې د افغانانو اسلامي مرکز مشر او د عمر فاروق جومات خطيب دی.

ښاغلي له اس بي اس پښتو خپرونې سره په ځانګړې مرکه کې د لوی اختر پر فضيلتونو او هم په اوسنيو شرايطو کې يو مسلمان څنګه اختر لمانځلی شي پر يادو برخو رڼا اچولې.

که تاسې د کرونا ويروس بنديزونو له امله قرباني نشی کولی او يا اختر نشی لمانځلی نو څه بايد وکړئ او څنګه تاسې د هر څه اجر ترلاسه کولی شئ.

د اسټراليا لويو ښارونو سيدني او ملبورن کې د نوو قوانينو له مخه او د کرونا ويروس خپريدو مخنيوي لپاره بايد په کور کې پاټې شئ او يوازې ضروري کارونو لپاره له کوره بهر وتلو اجازه لرئ.

ډاکټر افتخار احمد وايي، مسلمانان بايد خپل نفس وساتي او چاته ويروس ورکړې او يا ځانته اخيستلو برخه کې دې له کبيره ګناه څخه ځان وژغوري.

تاسو لا ډير مهم معلومات په بشپړه مرکه کې اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
کوويډ-۱۹ بنديزونو دوران کې د اختر لمانځل، يو مسلمان بايد څه وکړي؟ | SBS Pashto