په آسټرالیا کې، ډیری ښاري شوراګانې کورنیو ته وړیا د کثافاتو راټولولو خدمات وړاندې کوي. مګر ځینې مقررات شتون لري چې څه وخت او څه ډول کثافات منل کیږي؟
د نن ورځې د مېشتېدنې په رپوټ کې مو تاسو ته پدې اړه معلومات را غونډ کړي چې څرنګه کولای شئ په وړیا او خوندي ډول ځان له کثافاتو خلاص کړئ.
وروستي معلومات ښيي چې آسټرالیا د نړۍ په کچه د کثافاتو دریم لوی تولیدونکی هېواد دي. پدې کې هغه کثافات هم شامل دي چې سخت کثافات ورته وايي او د محلي شوراګانو لخوا را ټولېږي.
The ‘out of sight, out of mind’ approach to hard waste is misguided, as most of it will end up in landfill Credit: Getty Images/Ingrid Nagy / EyeEm
هغه وايي، فرنیچر د دې یوه بیلګه ده چې ولې ډیری توکي د سختو کثافاتو په توګه طبقه بندي کېږي او نه ریسایکل کېږي. هغه زیاتوي که چېرې فرنیچر ته وکتل شي، هغه له مختلفو شیانو جوړ شوی، له همدې امله ګران کار ده ترڅو په صحیح ډول سره ریسایکل شي.
پدې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې اورېدلی شئ.

Check council requirements on how you should place hard waste for collection and safety considerations, to avoid having things left behind. Credit: Getty Images- Stuart Murdoch/EyeEm
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.