څرنګه کولای شئ په آسټرالیا کې کرایي کور پیدا کړئ؟

wan man mo woman eii stanap long foret blong wan haos

اوسمهال په ټوله آسټرالیا کې له ۵۰ زرو څخه لږ کرایې کورونه .شتون لري Credit: xavierarnau/Getty Images

اوسمهال په ټوله آسټرالیا کې له ۵۰ زرو څخه لږ کرایې کورونه شتون لري، مګر دوه کاله وړاندې د کرایي کورونو شمېر دوه چنده وه. د پخوا په پرتله د آسټرالیا په ښارونو کې د کرایي کور پیدا کور ګران شوي او کرایې هم لوړې تللي دي.


مهم ټکي:
  • ډیری کرایي کورونه د ملکیتونو پر وېب پاڼو اعلانېږي.
  • په آسټرالیا کې له ۸۰۰ زره څخه زیات د ملکیتونو استازي شتون لري او د غوښتنلیکونو د ارزولو پروسه یو شان نده.
  • د ملکیتونو استازی او د کورونو مالکین له تاسو د اسنادو غوښتنه کوي، پکار ده ترڅو اسناد تیار له ځان سره ولرئ.
اوسمهال مارکېټ کې د پخوا په پرتله کم کرایي کورونه پیدا کېږي له همدې امله خلک نشي کولای په آسانۍ سره کرایي کورونه پیدا کړي.

د نن ورځې، د میشتېدنې په رپوټ کې مو پدې اړه معلومات را غونډ کړي چې تاسو څرنګه کولای شئ، د کرایي کور ترلاسه کولو لپاره خپل چانس زیات کړئ.

د rent.com.au وېب پاڼې، اجراییوي مشر ګریګ بدر وايي، د کرایي کور پیدا کول باید خلک داسې جدي ونیسي لکه د وظیفې ترلاسه کولو لپاره چې کاري مرکه جدي نیسي.

هغه وايي، د املاکو ځینې استازي او د کورونو مالکین نه خوښوي ترڅو ځوانانو ته کور په کرایه ورکړي. ځینې کورنیو ته ترجیح ورکوي او هغه کسان چې له بهر څخه راځي او په آسټرالیا کې کرایي کور نیسي، هغوئ له اضافي خنډونو سره مخ کېږي.
Sydney Suburb overhead perspective roof tops
اوسمهال مارکېټ کې د پخوا په پرتله کم کرایي کورونه پیدا کېږي له همدې امله خلک نشي کولای په آسانۍ سره کرایي کورونه پیدا کړي. Source: iStockphoto / mikulas1/Getty Images/iStockphoto
ډیری کرایي کورونه د realestate.com.au ،domain.com.au او rent.com.au پر ویب پاڼو اعلانېږي.

کله چې تاسو کرایي کور پر یادو ویب پاڼو پیدا کړئ نو تاسو کولای شئ د کور لیدلو لپاره اینسپکشن ته ورشئ چې معمولاً د اوونۍ په وروستیو ورځو کې وي.

په آسټرالیا کې له ۸۰۰ زره څخه زیات د ملکیتونو استازي شتون لري او د غوښتنلیکونو د ارزولو پروسه یو شان نده.

ښاغلی بدر وايي، موږ په ټول هیواد کې یو شان مقررات یا قانون نه لرو. مګر په عام ډول سره پکار ده ترڅو د پېژندڼې یو سند لکه پاسپورټ، د موټر چلولو لایسنس یا داسې بل څه له ځان سره ولرئ.
Real estate agent showing a property to a couple
ډیری کرایي کورونه د ملکیتونو پر وېب پاڼو اعلانېږي. Credit: andresr/Getty Images
د ملکیتونو استازي، اسناد ارزیابی کوي. نو مهمه ده چې تاسو خپل اسناد له ځان سره ولرئ.

که چېرې تاسو د کرایي کور تاریخچه نلرئ، د املاکو استازی کولای شي نورې خبرې په پام کې ونیسي.

نیک په ملبورن ښار کې کوچنی کاروبار لري. هغه وايی، د شخصي کور له درلودلو ۲۰ کاله وروسته مارکیت ته ننوتل ګران کار وه ځکه هغه اسناد یې نه درلودل چې د ملکیتونو د استازي پکار وه.
Man giving house keys to a woman
The number of available rental properties has almost halved compared to two years ago. Source: iStockphoto / chameleonseye/Getty Images/iStockphoto
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service