که چېرې تاسو نوي آسټرالیا ته راغلي یاست یا د لومړي ځل لپاره غواړئ په دغه هېواد کې موټر واخلئ، نو مهم ده ترڅو پوه شئ چې له کومو ځایونو څخه موټر اخیستلی شئ.
حشمت مهمندي له تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو راهیسې په سیډني ښار کې د موټرو د پلورونکي په توګه کار كوي. ښاغلی مهمندی وايي، په آسترالیا کې د موټر اخیستلو بېلابېلې لارې شتون لري. خلک کولای شي له موټر فروشیو، آنلاین وېب پاڼو، شخصي خلکو او د موټرو له لېلام یا آکشن څخه موټر واخلي.
"دلته د موټر اخیستلو څو لارې دي. یو خو موټر فروشي ده چې کولای شي د موټر فروشي له لارې موټر واخلي. د موټر فروشۍ ترڅنګ ځینې وېب ساټونه دي لکه، کارسېل (Carsale)، ګم ټري (Gumtree) او مارکېټ پلېس دي، چې لدې نه کولای شي موټرونه واخلي او دې ترڅنګ کولای شي موټرونه له آکشن (Auction) نه واخلي."
'د موټر چلولو لایسنس'
د موټر چلولو لایسنس یو رسمي سند دی چې د یوه هیواد یوه مشخص اوسیدونکي ته اجازه ورکوي ترڅو وکولای شي پر سړکونو موټر وچلوي.
په آسټرالیا کې د موټر چلولو پرمهال، نه یواځې داچې ستاسو موټر باید راجسټر وي، بلکې تاسو باید د موټر چلولو لایسنس ولرئ.
د آسټرالیا په ډېریو ایالتونو او سیمو کې هغو کسانو ته په لومړیو دریو میاشتو کې د موټر چلولو اجازه ورکول کېږي چې بهرنی لایسنس ولري.
آصف خان په ملبورن ښار کې د اوږدې مودې لپاره د موټر چلولو د لارښود په توګه کار کړی دی. هغه وايي کله چې خلک نوي آسټرالیا ته راځي او غواړي دلته په لومړیو کې موټر وچلوي نو پکار ده ترڅو د موټر چلولو نړیوال لایسنس له ځان سره راوړي.
"چې راځي د موټر چلولو نړیوال لایسنس دې واخلي، دا په هر ملک پیدا کېږي. مونږ چې په آسټرالیا کې یو، مونږ هم کولای شي انټرنېشنل ډرایونګ لایسنس واخلو او بیا تاسو چې هر ملک ته ولاړ شئ هلته پرې څو ورځې موټر چلولی شئ. "
که چېرې تاسو غواړئ، پوه شئ چې آیا په ستاسو ایالت او یا سیمې کې خلک کولای شي په بهرني لایسنس د څو میاشتو لپاره موټر وچلوي نو مهرباني وکړئ په خپل ایالت کې د ټرانسپورت له ادارې څخه لیدنه وکړئ.
په آسټرالیا کې د نویو ځوانانو لپاره د لایسنس ترلاسه کول یوه اوږده پروسه ده، ځکه دوی ته پکار ده ترڅو په بېلابېلو پړاونو کې بریالي شي او د موټر چلولو بشپړ لایسنس ترلاسه کړي خو هغه کسان چې له ۲۵ کلونو لوی عمر لري او د کوم بهرني هېواد لایسنس هم لري نو کولای شي په لنډې مودې کې د موټر چلولو بشپړ لایسنس ترلاسه کړي.
په آسټرالیا کې د موټر لایسنس ترلاسه کول بېلابېل پړاونه لري، دلته کولای شئ د لایسنس ترلاسه کولو په اړه په جزئیات معلومات واورئ.