څرنګه کولای شئ، د آسټرالیا له ساحلي خطرونو څخه ځان خوندي وساتئ؟

Man sollte immer zwischen den Flaggen schwimmen

Man sollte immer zwischen den Flaggen schwimmen Source: iStockphoto / Paul D Wade/Getty Images/iStockphoto

کله چې موږ د آسټرالیا د ساحلونو یا سمندرغاړو په اړه فکر کوو، د شارک پیښې اکثراً زموږ ذهن ته راځي. د مېشتېدنې په دغه رپوټ کې مو د ساحلي خطرونو په اړه مهم معلومات راغونډ کړي دي.


Key Points
  • آسټرالیا له ۱۲ زرو څخه زیاتې سمندرغاړې لري، مګر له ۵ سلنه څخه په کمو سمندرغاړو کې ژوند ژغورونکي ګزمې ترسره کوي.
  • تېر کال کې د آسټرالیا په سمندرغاړو کې د ژغورنې ۱۰ زره عملیات ترسره شوي.
  • د شارک ډیری ډولونه انسانانو ته لږ یا هیڅ ګواښ نه پېښوي، مګر یو شمېر یې وژونکي دي.
  • په منځنۍ توګه په هرو ۱۲ میاشتو کې د شارک د برید یوه وژوغونکې پېښه رامنځ ته کېږي.
د آسټرالیا د لویې وچې او ټاپوکانو شاوخوا ته د شارک ماهي بېلابېل ډولونه شتون لري، مګر د شارک ډیری ډولونه انسانانو ته لږ یا هیڅ ګواښ نه پېښوي.

آسټرالیا له ۱۲ زرو څخه زیاتې سمندرغاړې لري، مګر له ۵ سلنه څخه په کمو سمندرغاړو کې ژوند ژغورونکي ګزمې ترسره کوي.
د ډوبېدو په پرتله/ د شارک ماهي د برید پېښې ډېرې کمې دي. په منځنۍ توګه په هرو ۱۲ میاشتو کې د شارک د برید یوه وژوغونکې پېښه رامنځ ته کېږي. په داسې حال کې چې په همدې مودې کې په اوسط ډول سره ۱۲۲ کسان په اوبو کې ډوبېږي.

شین ډاو - د آسټرالیا سرف لایف سیونګ په ادارې کې د ساحلي خوندیتوب عمومي مدیر دی. یادې ادارې په تېر کال کې د ژغورنې ۱۰ زره عملیات ترسره کړي.

هغه وايي په سمندرغاړو کې برید کوونکې څپې چې د Rip currents په نوم یادیږي لومړی خطر دی چې په اسټرالیا کې د ډوبېدو څلورمه برخه پېښې د دغو څپو له امله لامنځ ته کېږي.
Bondi Beach water swirling rip current looking down helicopter view
water at Bondi Beach Sydney Australia looking dramatic at low tide with water swirling as swimmers and surfers enjoy summer day weather Source: Moment RF / Brendan Maher/Getty Images
Rip currents په سمندرغاړو یا ساحلونو کې د اوبو ځواکمن چینلونه دي چې د څپو مقابل لورې ته حرکت کوي، پدې معنا چې تاسو هلته برابر شئ نو تاسو له ساحل څخه لرې کوي.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service