اسټراليا کې په هرو شپږو میرمنو کې او په اتلسو نارینه وو کې یوه یې فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی

Services say the lockdown measures are placing women at increased risk.

Source: Press Association

کورني او جنسي تاوتریخوالی په آسټرالیا کې د روغتیا او هوساینې له مخه مهمې مسلې دي، ځکه چې په هرو پنځو کې دوه یې د ۱۵ کلنۍ عمر وروسته فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی. کورنۍ تاوتریخوالی کولی شي په هر چا اغیزه وکړي، مګر مهاجرې میرمنې هغه وخت له اضافي خنډونو سره مخ کیږي کله چې دوی مرستو غوښتنه کوي.


تر وروستیو پورې، کورنی تاوتریخوالی یوه شخصي مسله ګڼل کېده، نه ټولنیزه.
خو احصایې دا تاییدوي چې په آسټرالیا کې د تاوتريخوالي ډيري قرباني شوي کسان د هغوی کورنيو او نږدې دوستانو لخوا شوي.

د کورني او جنسي تاوتریخوالی قربانیان تر ټولو زیاتې ښځې دي. په هرو شپږو میرمنو کې یوه او په اتلسو نارینه وو کې یوه یې د شریک ملګري لخوا فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کوي.
ډاکټره ندا ابراهیم، د سویلي آسټرالیا په پوهنتون کې د ماشومانو د ساتنې مرکز کې د کورنۍ او کورني تاوتریخوالي متخصصه ده. اغلې وايي، "کورنۍ تاوتریخوالی یوې چترۍ اصطلاح ده چې د هر ډول تاوتریخوالی لپاره کارول کیږي چې په کور یا په کورنۍ ترتیب کې پیښیږي".
کورنۍ تاوتریخوالی کې کولی شي دا شیان شامل وي لکه ... د نږدې ملګري لخوا تاوتریخوالی، له ماشومانو ناوړه ګټه اخیستنه، له لویانو ناوړه ګټه اخیستنه، له خور او ورور څخه ناوړه ګټه اخیستنه، یا له والدینو ناوړه ګټه اخیستنه. نو، هر ډول تاوتریخوالی چې په داخلي ترتیب کې پیښیږي.
Dr Nada Ibrahim, University of South Australia's Centre for Child Protection
کله چې موږ د کورني تاوتریخوالي په اړه خبرې کوو، دا یوازې فزیکي نه ده. تاوتریخوالی کولی شي ډیری نور ډولونه واخلي لکه رواني ناوړه ګټه اخیستنه، مالي ناوړه ګټه اخیستنه، ځورونې، یا جبري کنټرول، دا ټول پکې شامل دي.

تاسو ته پدې اړه بشپړ رپوټ لرو چې ټول اړخونه مو تاسو ته پوهانو له نظره بيان کړي، لا ډير نور معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې په هرو شپږو میرمنو کې او په اتلسو نارینه وو کې یوه یې فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی | SBS Pashto