اسټراليا کې ډير کسان خپل تقاعد له حسابونو بې خبره وي, آيا پوهيږئ ورک شوی تقاعد (سوپر) څنګه ترلاسه کولی شئ؟

Saving coins

Setting up an online account with your superannuation fund helps you track the mandatory contributions coming in from your employer. Credit: urbancow/Getty Images

اسټراليا کې خپل تقاعد حسابونو په اړه سم او کره معلومات ستاسو راتلونکي لپاره ډير مهمه ده.


سوپرانیویشن، یا 'سوپر'، هغه پیسې دي چې ستاسو د کارګمارونکي لخوا ستاسو لپاره جلا کیږي د دې لپاره چې تاسو تقاعد وروسته پرې ښه ژوند وکړئ.

دا ستاسو د ګمارونکي لپاره اجباري ده چې ستاسو د عاید یوه برخه ستاسو سوپر حساب کې تادیه کړي، او ستاسو سوپر فنډ پیسې تر هغه وخته پورې حساب کې اچوي چې تاسو تقاعد نه کوئ. په آسټرالیا کې، داسې ډير داسې کسان دي چې له خپلو حسابونو بې خبره وي او يا يې هم کارونو بدلولو سره د تقاعد حسابونه ورک شوي وي.

اسټراليا کې يو شخص او يا کار کوونکی کولی شي خپل سوپر يا تقاعد پيسو ساتلو لپاره په خپل خوښه کمپنۍ غوره کړي، او بيا د هر کاري ادارې له جلا کمپنيو سره قراردادونه شوي وي. لدې سره تاسو ته د کار ځای دا واک درکوي چې يا د کمپنۍ لخوا قرارداد شوي تقاعد (سوپر) حساب کې پيسی واچول شي او يا تاسې په خپله د خپل خوښې کمپنۍ معلوماتا او حساب شريکوئ.
اسټراليا کې ډير کسان خپل تقاعد شوې پيسې له لاسه ورکوي او يا يې ترې حسابونه ورک شوي وي.
ټول هغه تقاعد پيسې چې يا ورک (مالک يې معلوم نه وي) او يا هم غير فعاله وي دا د اسټراليا ماليې دفتر ATO ته سپارل کيږي.
داچې تاسې څنګه خپل د تقاعد (سوپر) حساب خوندي کړئ، ورک شوی سوپر مو څنګه ترلاسه کړئ او که له اسټراليا څخه بهر ته سفر کوئ ستاسو تقاعد سره څه کيږي؟ دا ټول مو تاسو ته پدې رپوټ کې ځای کړي، نور معلومات په رپوټ کې واورئ.

———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service