د ټلویزیون نړیواله ورځ: د طالبانو حکومت وايي، د پخوا په پرتله د رسنیو په شمېر کې زیاتوالي راغلی دی

Professionals

. Credit: xavierarnau/Getty Images

د ټلویزیونونو ځینې خبریالان وايي، په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې ورځ تر بلې د محدویتونو زیاتېدو اندېښمن کړي او دې چارې اطلاعاتو ته لاس رسی هم محدود کړی دی.


د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې.

دا ورځ په ۱۹۹۶ کال کې د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کلتور ادارې (یونسکو) لخوا د ټلویزیون نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوه چې موخه يې د رسنیو له لارې په اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې د اړیکو ټینګول بلل شوي دي.

په افغانستان کې بیا د لومړی ځل لپاره ټلویزیون په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال جوړ او په فعالیت پیل کړي.

دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال را رسیږي چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له لوري پر رسنیو په تېره بیا پر انځوریزو رسنیو بېلابېل محدویتونه لګول شوي دي چې له امله يې ډیری هغوی يې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

په افغانستان کې د رسنیو د دفاع ځینې بنسټونه وايي، چې په دغه هېواد کې رسنۍ او خبریالان له اقتصادي اړخه له جدي ستونزو سره مخامخ دي چې باید ورته پاملرنه وشي.

د افغانستان د ژورنالیستانو شورا مشر حفیظ الله بارکزي له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې لویه ستونزه اقتصاد دی او دوی هڅه کوي له حکومت سره په ګډه د دې ستونزې د حل په پار د رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ صندوق فعال کړي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو پکار ده چې رسنۍ او خبریالان خپل فعالیتونه او خپرونې د ملي ګټو پر بنسټ ترسره کړي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service