د طالبانو حکومت لخوا د طبي روزنیزو مرکزونو پر فعالیت بندیز پراخ غبرګونونه راپارولي دي

زنان در حال تماشای جشن نوروز ۱٣٩٥، مزار شریف، بلخ، افغانستان.

د طالبانو حکومت لخوا د طبي روزنیزو مرکزونو پر فعالیت بندیز پراخ غبرګونونه راپارولي دي. Credit: Sam Anwari

د افغانستان د وروستیو مهمو پېښو په اړه دلته معلومات اورېدلی شئ.


مهم خبرونه:
  • د طالبانو حکومت لخوا د طبي روزنیزو مرکزونو پر فعالیت بندیز پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
  • نړیوال بانک ویلي ، د افغانستان اقتصاد له لږ ودې سره سره لاهم له جدي ننګونو سره مخ دی.
  • اروپايي ټولنې له افغانستان سره د کابو ۱۶ میلیونو ډالرو مرستې خبر ورکړی.
طالبانو د ډسمبر په ۲مه د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده د یو فرمان پر بنسټ په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ د طبي روزنیزو مرکزونو دروازې وتړلې.

د طالبانو دغې پریکړې ته بېلابېلو نړیوالو سازمانو، ادارو، اشخاصو او د کرېکټ یو شمېر لوبغاړو غبرګون ښوولی او د بیا کتنې غوښتنه يې کړې ده.

له دې ډلې د اسلامي همکاریو سازمان د یوې اعلامیې له لارې ویلي، د طالبانو دغه پریکړه غیر منتظره او مایوسه کوونکې کې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو دغې پریکړې ته په غبرګون کې ویلي، د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې په افغانستان کې ښځې د زده کړو له وروستي امکان څخه محروموي بلکې هغه به د ښځو د روغتیا لپاره ناوړه پایلي ولري.

اروپايي ټولنې په یوې اعلامیې کې دا پرېکړه په افغانستان کې د ښځو د زده کړو پر حق یو بل برید بللی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا د طالبانو دغې پریکړې ته په غبرګون کې په خپل ایکس پاڼه لیکلي، د افغانستان د خلاصون او پرمختګ یوازینۍ لار تعلیم او زده کړه ده او له طالبانو يې غوښتي چې خپل دغه پرېکړه سملاسي لغوه کړي.
نړیوال بانک ویلي ، د افغانستان اقتصاد له لږ ودې سره سره لاهم له جدي ننګونو سره مخ دی.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت د څرنګوالي په اړه خپل تازه راپور کې دغه خبره کړې او ویلي يې دي چې په ننګونو کې مالي خنډونه، د سوداګرۍ نا انډولي او په مالي برخه کې محدویتونه شامل دي.

راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د کورنيو ناخالصو تولیداتو رشد دوه اعشاریه اوه فیصدو ته رسیږي چې دا د تېرو اقتصادي زیانونو یوازې لس په سلو کې جبران کولي شي.

راپور کې همدارز ویل شوي، افغانستان کې بې وزلې اوس هم پر خپل ځای ده او د ټولیز خوندیتوب میکانیزم نشتون له امله ښځې، ماشومان او بې ځایه شوې کورنۍ له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۶ میلیونو ډالرو مرستې خبر ورکړی. 

اروپايې ټولنې ویلي دغه مرسته يې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو د کمولو په موخه کړې ده. 

دغې ټولنې ویلي، له ۲۰۲۲ کال راپدیخوا په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره شاوخوا ۸۵ میلیون یورو مرسته کړې.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د طالبانو حکومت لخوا د طبي روزنیزو مرکزونو پر فعالیت بندیز پراخ غبرګونونه راپارولي دي | SBS Pashto