د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله نن د بنګله دېش لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډکر ته ښکته کېږي

SBS Pashto (1).png

Credit: Facebook / Afghanistan Cricket Board

د افغانستان د وروستیو مهمو پېښو په اړه دلته معلومات اورېدلی شئ.


مهم خبرونه:
  • روسیه وايي، تر هغه چې د طالبانو نوم له ممنوعه لېست څخه لرې نشي، د دغې ډلې سره د اړیکو پراختیا ناشونې ده.
  • د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت وايي، کابل ښار کې يې زرګونه جرېبه ځمکه دولتي تثبیت کړې.
  • د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن له بنګله دېش سره مخامخ کیږي.
  • یوناما په افغانستان کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې په پار د یوې کارې ډلې له جوړېدو خبر ورکړی.
روسیه وايي، تر هغه چې د طالبانو نوم له تور لېست څخه لرې نشي له دغې ډلې سره د اړیکو پراختیا ناشونې ده.

دغه خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخاروا کړې او ویلي يې دي چې روسیه غواړي له کابل سره د ترهګرۍ او نشه يې توکو پر وړاندې مبارزې په ګډون د ګډو ګټو اړوندو برخو کې تعامل پراخ کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیات کړې چې له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره د اړیکو پراختیا اړېنه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د طالبانو لوړو پوړو چارواکو د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې د امنیت شورا له منشي سره تر کتنې وروسته وویل، کرملین ژمنه کړې چې د روسیې د ممنوع الخروج سازمانونو له نوملړ څخه به د طالبانو نوم لرې کړي.
د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، کابل ښار کې يې زرګونه جريبه ځمکه دولتي تثبیت کړې.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی د ځمکو د غصب کمېسون له لوري د کابل ښار په شیرپور سېمه کې دولتي ځمکه تثبیت شوې.

اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو ځمکو مالکینو د خپل ملکیت د ثابتولو لپاره قانوني اسناد نه درلودل.

اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې دغه ځمکې د چا لخوا غصب شوې دي.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په ټول افغانستان کې سلګونه جرېبه ځمکه دولتي تثبېت کړې.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله نن د بنګله دېش لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډکر ته ښکته کېږي

د اسیا جام سیالۍ چې په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي، ۸ لوبډلې پکې برخه لري او پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

د دغو سیالیو په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او جاپان لوبډلې او په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، سریلانکا او نیپال لوبډلې شاملې دي.

د یادونې ده چې د دغو سیالیو پایلوبه به د راتلونکې ډسمبر میاشتې په اتمه ترسره شي.
یوناما په افغانستان کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د یوې کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړی.

د افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د نومبر په ۲۸مه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کاري ډله د دوحې د درېیمې ناستې د پریکړو پر بنسټ جوړه شوې او موخه يې په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره په ګډه د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه ده.

ددغې کارې ډلې د جوړېدو غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا، له نشه يې توکو سره مبارزه د افغانستان لپاره مهمه مساله بللې او په وینا يې پر کلیوالي ټولنو او د سیمې پر سولې او ثبات دواړو اغېزه کوي.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله نن د بنګله دېش لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډکر ته ښکته کېږي | SBS Pashto