د آسټرالیا د بیرغ او ملي سرود تاریخ ته کتنه

Afghan embassy in Canberra.png

Credit: Gettyimages

په دغه پوډکاسټ کې مو د آسټرالیا د بیرغ او ملي سرود د تاریخ په اړه معلومات را ټول کړي. مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


مهم ټکي:
  • د آسټرالیا ملي بیرغ د دغه هېواد ملي سمبول دی او شاوخوا ۱۲۳ کاله اوږد تاریخ لري.
  • له ۱۹۹۶ م کال وروسته، هر کال د سپټمبر د میاشتې درېیمه نېټه په آسټرالیا کې د بیرغ د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
  • له ۱۹۸۴ کال وروسته د آسټرالیا د ملي سرود په متن کې یو ځل د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه لږ بدلون راغلی دی.
د ۱۹۰۱م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د نیو ساوت وېلز، ویکټوریا، تزمانیا، کوینزلنډ، سویلي آسټرالیا او لویدیځې آسټرالیا مستعمرې سره یو ځای شوي او‌ د آسټرالیا هېواد یې جوړ کړی.

د آسټرالیا له جوړېدو وروسته په ۱۹۰۱م کال کې د بېرغ د ډیزاین لپاره سیالۍ په لاره اچول شي او له شاوخوا ۳۲ زرو ډیزاینونو څخه د آسټرالیا د بیرغ ډیزاین انتخاب شوی.

د آسټرالیا هېواد ملي بیرغ، لومړی ځل د ۱۹۰۱ م کال د سپټمبر پر ۳مه د ملبورن ښار په شاهي نندارتون کې پورته شوی او تر هغې وروسته د رسمي بیرغ په توګه دننه او بهر په ملي او نړیوالو مراسمو کې د دغه هېواد د سمبول په توګه کاروول کېږي.
له ۱۹۹۶ م کال وروسته، هر کال د سپټمبر د میاشتې دریمه نېټه په آسټرالیا کې د بیرغ د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د آسټرالیا د ملي بیرغ ترڅنګ په دغه هېواد کې یو شمېر نور بیرغونه هم شته چې په رسمیت پېژندل شوي او د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي، د بیلګې په توګه د بومي آسټرالیایانو بیرغ چې په دغه هېواد کې په لسهاوو زره کاله اوږد تاریخ لري.
د آسټرالیا ملي سرود د سکاټلنډي موسیقي غږونکي، پیټر ډاډز مکورمک لخوا په۱۸۷۸م کال کې کمپوز شوی.

مګر د وخت په تېرېدلو سره د ملي سرود په لومړني متن کې څو ځله بدلون راغلی دی او د ۱۹۸۴ کال د اپریل د میاشتې پر ۱۹ نېټه د دغه هېواد د ملي سرود په توګه پېژندل شوی چې تر نن ورځې پورې په رسمي مراسمو کې غږول کېږي.

له ۱۹۸۴ کال وروسته د آسټرالیا د ملي سرود په متن کې یو ځل د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه لږ بدلون راغلی دی.

د آسټرالیا د بیرغ او ملي سرود په اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې اورېدلی شئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د آسټرالیا د بیرغ او ملي سرود تاریخ ته کتنه | SBS Pashto