د ټکنالوژۍ په برخه کې د آسټرالیا مهم نوښتونه

Map of Australia on digital display

د ټکنالوژۍ په برخه کې د آسټرالیا مهم نوښتونه Credit: da-kuk/Getty Images

په دغه پوډکاسټ کې مو د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د آسټرالیا د مهمو اختراعاتو په اړه معلومات راغونډ کړي دي.


په وروستیو څو لسیزو کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او یو زیات شمېر داسې مهمه شیان کشف شوي چې نن ورځ د خلکو په ژوند کې مهمه رول لوبوي.

د نړۍ د ځینې نورو هېوادونو په څېر په آسټرالیا کې هم یو شمېر مهمه شیان اختراع شوي چې د آسټرالیایانو ترڅنګ د نړۍ د نورو هېوادونو خلک هم ورڅخه کار اخلي، د بېلګې په توګه د الوتکې بلک باکس، د ټلویزیوني معاینې ماشین، وای فای او د ماشومانو سیټ.
بلک باکس ( Black Box)

د بلک باکس وسیله په ۱۹۵۳م کال کې اختراع شوې، مګر تر ۱۹۶۷م کال پورې یې کاروونه جبري نه وه. آسټرالیا د نړۍ لومړنی هېواد هم دی چې په الوتکو کې د دغې وسیلې کاروونه یې جبري کړې ده.

بلک باکس په اصل کې نارنجي رنګ لري، مګر د الوتکې له غورځېدلو وروسته د دغې وسیلې رنګ د اورلګېدنې له امله تورېږي، له همدې امله ورته بلک باکس وايي.

بلک باکس دوه برخي لري: يوې برخي ته فلايټ ډيټا ريکارډر (FDR) وايي چې د الوتکې معلومات ثبتوي او بلي برخي ته کاک پيټ وايس ريکارډر (CVR) وايي چې د الوتکې په کابین کې د پيلوټانو غږ ثبووي.
Indonesia plane crash
بلک باکس په اصل کې نارنجي رنګ لري. Source: AAP
الټراسوند یا د ټلویزیوني معاینې ماشین

د بلک باکس ترڅنګ آسټرالیایي ساینس پوهانو د الټراسوند یا ټلویزیوني معاینې ماشین هم کشف کړی دی.

په ۱۹۶۱م کال کې د ډېوېډ رابنسن او جورج کوزوف په مشرۍ د څېړونکو یوه ډله په دې توانېدلې ترڅو د الټراسوند ماشین کشف کړي چې د وخت په تېرېدلو سره له دغه ماشین څخه په بېلابېلو برخو کې ګټه اخیستنه پیل شوې او نن ورځ په ټوله نړۍ کې د تلویزیونې معاینې لپاره کارول کېږي.
Pregnant Woman Expecting A New Life
په ۱۹۶۱ کال کې د ډېوېډ رابنسن او جورج کوزوف په مشرۍ د څېړونکو یوه ډله په دې توانېدلې ترڅو د الټراسوند ماشین کشف کړي. Source: Getty / Getty images
د ماشومانو د موټر یا خوندیتوب سیټ

په ۱۹۸۴م کال کې دوه تنه آسټرالیایان هر یو کولن مایکل او رابرټ بویسن په دې توانیدلي ترڅو د ماشومانو لپاره په موټر کې د خوندي سفر لپاره ځانګړی سیټ اختراع کړي.

د ماشومانو د موټر سیټ په آسټرالیا کې د بې بي سیټ (Baby Seat) او بې بي کپسول (‌Baby Capsule) په نومونو یادېږي.
وای فای (WIFI)

په ۲۱مه پېړۍ کې د انټرنېټ کاروونکي د وای فای (WIFI) له اصطلاح سره اشنا دي او په دې پوهېږي چې وای فای انټرنېټ ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې څومره مهمه رول لوبوي.

د آسټرالیا د ساینس او صنعت سازمان یو ټیم په ۱۹۹۲م کال کې په دې توانیدلی ترڅو د وای فای ټکنالوژي اختراع کړي او انټرنیټ ته د خلکو لاسرسی آسانه کړي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږله ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service