د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه|۲۵ اکټوبر ۲۰۲۴

Newsflash image 1.jfif

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه دلته واورئ.


د نن ورځې مهم خبرونه:
  • د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.
  • د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا هغه ادعاوې ندي رد کړې چې ګواکې شمالي کوریا روسیې ته پوځیان استولي دي.
  • په آسټرالیا کې د ۳جي (3G) خدمتونه بندېږي
  • د ځوانانو د کرېکټ اسیا جام سیالیو په ترڅ کې د افغانستان او هند الف لوبډلې په نیمه پاېلوبه کې سره مخامخیږي.
د غزې په تړانګه کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه ښوونځي د اسراییلو په برید کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي

په وژل شویو کسانو کې ۱۳ ماشومان او ۳ ښځې شاملې دي.

اسراییلي ځواکونو د شواهد له وړاندې کولو پرته ویلي چې په ښوونځي کې یې د حماس وسله وال په نښه کړي دي.

د غزې د چارواکو په وینا پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې شاوخوا ۴۳ زره کسان وژل شوي دي.

د اسراییلو د شمیرو له مخې، د اکټوبر په اوومه په جنوبي اسراییل کې د حماس تر مشرۍ لاندې برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور وتښتول شول.
gaza_boy_running_B_0601_getty_1897759397
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا هغه ادعاوې ندي رد کړې چې ګواکې شمالي کوریا روسیې ته پوځیان استولي دي.

متحده ایالات وايي، داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې شمالي کوریا رورسیې ته ۳۰۰۰ سرتیري استولي چې ممکن له هغه ځای څخه اوکراین ته د جګړې لپاره و استول شي.

مګر په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي دا تورونه په کلکه رد کړي او هغه یې "بې اساسه اوازې" بللي دي.
A man sitting down and touching his chin with his hand.
Russian President Vladimir Putin. Source: AAP, AP / Mikhail Tereshchenko
په آسټرالیا کې د ۳جي (3G) خدمتونه بندېږي

د آسټرالیا مخابراتي شبکو خپلو پېردونکو ته د 3G خدمتونو د بندیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ټېلسټرا (Telstra) او اپټس (Optus) شرکتونه په پام کې لري چې د 3G خدمتونه د اکټوبر په ۲۸مه بند کړي.

د ۳جي خدمتونو د بندېدو پروسه له تزمانیا څخه پیلېږي او د نومبر تر ۲۸ نېټې به په ټوله آسټرالیا کې دغه خدمتونه بند شي.

دا په داسې حال کې ده چې TPG او ووډافون (Vodafone) دغه خدمتونه لا دمخه بند کړي دي.

په آسټرالیا کې د ۴جي (4G) او ۵جي (5G) خدمتونو په پراخېدو سره مخابراتي شبکې د ۳جې خدمتونه بندوي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږله ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service