د آسټرالیا په اډېلېډ ښار کې د مختلفو کلتورونو د ټولنو د کرېکټ سیالۍ هر کال د مختلفو ټولنو د ټیمونو ترمنځ ترسره کېږي. په دغو سیالیو کې د افغانانو لوبډلې هم ګډون کوي.
د دغې ټولنې مسئولن وايي چې له دغه کار څخه یې موخه داده ترڅو د لوبو او نورو کلتوري پروګرامو له لارې پښتانه سره راټول کړي او هم له نورو ټولنو سره پښتنانه ښې اړیکې ولري.
د سویلي آسټرالیا د مختلفو کلتورونو د کرېکټ په سیالیو کې به سږکال یو شمېر نوې لوبډلې هم برخه ولري. که چېرې تاسو هم غواړئ په دغو سیالیو کې برخه واخلئ نو په سویلي اسټرالیا کې د پښتنو له ټولنې سره اړیکه ونیسئ.
اس بي اس پښتو راډیو د همدغې موضوع په اړه په اډېلېډ ښار کې د پښتنو د ټولنې له مشر ښاغلي عزیر صافي سره مرکه ترسره کړې.
د مرکې د اورېدلو لپاره مهرباني وکړئ، د سپیکر تڼۍ کېګاږئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.