په افغانستان کې یو فعال ځوان غواړي د کرېکټ په مرسته ځوانان له نشه يي توکو را وګرځوي

Cricket_30092024.png

Credit: Supplied

د کرېکټ برخې دغه فعال وايي، د کرېکټ دغه سیالۍ په خپل شخصي لګښت په لاره اچوي او په وینا يې هڅه يې دا ده ترڅو په راتلونکې کې د ځوانانو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د کرېکټ روزنځایونه هم جوړه کړي.


په افغانستان کې د کرېکت برخې یو فعال د کرېکټ لوبې د بېلابېلو سیالیو په لار اچولو سره غواړي ځوانان له نشه يي توکو را وګرځوي او ورزش ته مخه وکړي.

د کرېکټ دغه فعال اتل حسین خېل نومیږي او د بغلان ولایت اوسیدونکي دی.

اتل حسین خېل وايي، له کلونه راپدیخوا په افغانستان کې د ورزش برخې ته په تېره د کرېکټ ودې لپاره کار کوي ترڅو ځوانان ورزش کولو ته وهڅوي.

هغه له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي، تر اوسه يې د کرېکټ د بېلابېلو فارمټونو سیالۍ په لاره اچولي او له دې لارې يې هڅه کړې ترڅو ځوانانو ته دا پیغام ورسوي چې له نشه يې توکو لاس واخلي او ورزش ته مخه کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د رسمي کرېکټ ترڅنګ په افغانستان کې د خصوصي سیالیو په لاره اچول د افغان کرېکټ د لا پیاوړتیا لپاره ګټور بولي.

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې وویل، دا ډول سیالۍ نه یواځې د ځوانانو لپاره ګټورې دي بلکې په وینا يې دا چاره د سالم مصروفیت ترڅنګ ځوانان له نشه توکو راګرځوي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږله ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service