Pashto: The Uluru Statement from the Heart

Uluru Statement

Source: Jimmy Widders Hunt

د ۲۰۱۷ ميلادي کال په مې میاشت کې د بومي آسټرالیایانو استازي، اولورو سره نږدې د دغه هېواد د لومړنیو اوسېدونکو د اساسي قانون په کنوانیسون کې سره راټول شوي وه او د اولورو اعلامیه یې له زړه څخه د آسټرالیا خلکو ته وړاندې کړه. دغه اعلامیه په پارلمان کې د لومړنیو اوسېدونکو د غږ غوښتنه، په اساسي قانون کې شاملول او دیوه هوکړه لیک (تړون) او ریښتیا ویلو پروسه ده. دا د آسټرالیا په کچه د لومړنیو اوسېدونکو له ټولنو سره د ۱۳ سیمه ایزو خبرو اترو پایله وه. د الورو اعلامیه د آسټرالیا د لومړنیو اوسېدونکو او د آسټرالیا د ملت ترمنځ د داسې اړیکو رامنځ ته کول غواړي چې د حق، عدالت او خپلواکۍ پر اساس وي او د پخلاینې په لور پرمخ ولاړې شي.


د اولورو اعلامیه: 
مونږ د ۲۰۱۷ کال د اساسي قانون په ملي کنوانیسون کې د سویلي نیم کرې له مختلفو سیمو څخه را ټول شوي یو او دا څرګندونې له خپل زړه څخه کوو: زمونږ د بومیانو قبیلې د آسټرالیا د لویې وچې او د هغې د شاوخوا ټاپوګانو لومړني اوسېدونکي  و چې دغه سیمې یې زمونږ د قوانینو او دودونو د عملي کولو برخه و ګرځولې.

 حاکمیت یوه معنوي انګېزه ده: د ځمکې او د هغو بومي آسټرالیایانو ترمنځ چې هلته پیدا شوي میراثي اړیکې شتون لري،  او دوي له  هغې ځمکې سره تړلي پاتې کېږي او یوه ورځ باید زمونږ له نیکونو سره یو ځای شي.

 د ځمکې او بومي آسټرالیایانو ترمنځ اړیکې د خاورې د ملکیت یا حاکمیت اساس دی. دا هېڅکه نده تسلیم شوې او دشاهي تاج تر ګډ تر حاکمیت لاندې نده.

دا نو څنګه کېدای شي چې،  خلک د ۶۰ زره کلونو لپاره د ځمکې ملکیت په لاس کې ولري، مګر په ۲۰۰ کلونو کې د خلکو او ځمکې ترمنځ اړېکه د نړۍ له تاریخ څخه پاکه شي؟ 

مونږ باور لرو چې د اساسي قانون له بدلون او جوړښتي سمون سره به دغه لرغونی حاکمیت وکولای شي د آسټرالیا د ملتپالنې د بشپړ بیان په توګه وځلېږي.

د نفوس په تناسب ، زمونږ خلک تر ټولو ډېر بندیان دي، مونږ جنایت کاران نه یو . په بې ساري توګه زمونږ ماشومان له خپلو کورنیو څخه جدا شوي، دا پدې مانا نده چې مونږ له دوی سره مینه نه لرو .

 او همدا راز زمونږ یو زیات شمېر ځوانانو په توقیف ځایونو کې پاتې دي. دوی باید د راتلونکي لپاره زمونږ هیله واوسېږي. زموږ د کړکېچ دغه اړخونه زموږ د ستونزې جوړښتي ماهیت په څرګنده توګه بیانوي. دا زموږ د بې وسۍ عذاب دی.

موږ د خپلو خلکو د پیاوړتیا لپاره د اساسي قانون د بدلون په لټه کې یو ، او په خپل هیواد کې سم او مناسب ځای درلودل غواړو. کله چې موږ په خپل تقدیر واک ولرو نو زموږ ماشومان به وده وکړي، دوی به په دوو نړیو کې ګرځي او د دوی کلتور به د دوی هیواد ته ډالۍ وي. موږ په اساسي قانون کې د لومړنیو آسټرالیایانو د غږ  د رامینځته کېدو غوښتنه کوو.

 مونږ د مکاراتا کمیسیون غوښتنه لرو ترڅو د آسټرالیا د لومړنیو اوسېدونکو او حکومت ترمنځ د تړون څارنه وکړي او زمونږ د تاریخ په اړه رښتیا ویل و څاري.

په ۱۹۶۷م کال کې مونږ و شمېرل شوو، په ۲۰۱۷ کال کې مونږ غواړو چې غږ مو واورېدل شي. مونږ خپل مرکزونه پرېږدو او پدې لوی هېواد کې سفر پیلوو. موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د غوره راتلونکي لپاره د آسټرالیا د خلکو په خوځښت کې له موږ سره یو ځای شئ.

 

د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ، د اولورو اعلامیې له رسمي وېبپاڼې څخه لیدنه وکړئ: https://ulurustatement.org یا د نیو ساوت وېلز پوهنتون د بومیانو د قانون مرکز ته په ilc@unsw.edu.au ایمیل و استوئ.

د آسټرالیا د لومړنیو اوسېدونکو د مشورتي پروسې په اړه پوه شئ چې څرنګه له زړه څخه د الورو اعلامیې د رامنځ ته کېدو لامل ګرځېدلي. 

د پوډکاسټونو په دغه ټولکه کې ۲۰ ابوریجنل ژبې شاملې دي (د شمالي سیمې او د لویدیځې آسټرالیا له شمالي ټولنو څخه) چې د لومړنیو اوسېدونکو په نورو ژبو ترجمې سره به وده وکړي. په ټولګه کې د مختلفو ژبو او کلتورونو د خلکو  ۶۰ ژبې هم شاملې دي.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
Pashto: The Uluru Statement from the Heart | SBS Pashto