آسټرالیا کې د اوبو ګلابي جهیلونه

Hiller pink lake, WA

Source: YouTube

آسټرالیا یو ښکلی، سمسور او په زړه پوری هېواد دی. دغه هېواد د نړۍ له شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو څخه د راغلو کډوالو کډ کور دی. د آسټرالیا په اړه ډېرې داسې کیسې او مالومات شته چې یو شمېر آسټرالیایان یې هم په اړه نه پوهېږې.


آسټرالیا شاوخوا ۸ زره ټاپوګانې، له ۱۰ زره څخه زیاتې سمندرغاړې او زرګونه نور د سیل ښکلي ځایونه لري. د آسټرالیا د سیل په جالبه ځایونو کې د ګلابي جهیلونو یادونه مهمه ده.

په ټوله نړۍ کې د ګلابي اوبو جهیلونو شمېر ډېر کم دی، مګر ډیری ګلابي جهیلونه بیا په آسټرالیا کې موقعیت لري چې د تل د سیلانیانو پام ځانه اړوي.

ځینې راپورونه ښيي چې په آسټرالیا کې د ګلابي جهیلونه شمېر له ۱۰ څخه زیات دی. مګر په لویدیځې آسټرالیا کې د لېک هیلیر په نوم ګلابي جهیل تر ټولو ډېر مشهوره ده.

تاسو ته د اسټراليا پيژندنې لړۍ رپوټونو څخه د ګلابي رنګه جهيلونو په اړه معلومات لرو چې دا ټول دلته اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آسټرالیا کې د اوبو ګلابي جهیلونه | SBS Pashto