لوړ ولور؛ هغه ټولنیزه ستونزه چې په افغانستان کې ځینې له واده پاتې کوي او یو شمېر کډوالۍ ته مجبوره کوي

AFGHANISTAN-PEOPLE-WEDDINGS

دا بد دود په افغاني ټولنه کي د هغه دیکتاتور نظام په څیر واکمن دی چې ټول ترې ستړي دي خو بغاوت یې پر وړاندې لا ویروونکی او دردناکه ویني! Source: AFP / SAHEL ARMAN/AFP via Getty Images

په افغانستان کې لوړ ولور او د ودونو ملاماتوونکي دودونه دوه هغه موارد دي چې ډېری افغانان یې ظاهراً بد خو عملاً یې پر وړاندې کوټلي ګامونه نه پورته کوي. په افغانستان کې چې هر سیاسي نظام رامنځته شوی، په دې نه دی توانیدلی ترڅو د دې نا سمې ټولنیزې پدیدې مخه ونیسي.


ولور چې د افغانستان په مختلفو سيموكې په بېلا بېلو نومونو لكه طويانه، ګله، قلين او شير بها يادېږي، يو داسې دود دی چې اخيستل ېې د زرګونو ټولنيزو كړكېچونو او ستونزو لامل ګرځېدلی.

دغه دود چې له پېړیو یې افغانان پالي ډیرې نجونې او هلکان یې له ګډ ژوند بې برخې کړي او یا یې د ځوانۍ له فصله ویستي دي.

د ولور په ا خېستو کې بیا ځېنې توپیرونه شته، ځېنې یې کم خو ځېنو ته بیا سرې کرښې دي!
تر ټولو زیات ولور په سویل او شمالي ولایتونو کې دود دی چې له ۶ تر ۱۲ لکه افغانیو ښودل کیږي.

که څه هم ولور شرعي او دیني حکم نلري، خو له پخوا په افغانستان کې دغه ټولنیزه پدېده د یوه کلتور او دود په څیر شتون لري.

خو ددې بد رواج تر ټولو اغیزمن بیا هغه پیغلې او ځوانان دي چې له کوژدې وروسته کلونه کلونه له واده پاتې کیږي
مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې واوروئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
لوړ ولور؛ هغه ټولنیزه ستونزه چې په افغانستان کې ځینې له واده پاتې کوي او یو شمېر کډوالۍ ته مجبوره کوي | SBS Pashto