کابل ښاریان د سون توکو له لوړو بیو شکایت کوي

465435287_2800034406872829_3295619215964143778_n.jpg

Credit: FACEBOOK

افغانستان کې د هوا په سړېدو سره د سون توکو په تېره د لرګیو بیو خلک داسې مهال اندېښمن کړي چې دا مهال ګڼ شمېر افغانان له سختې بې کارۍ سره مخ دي او اقتصادي وضعیت يې ورځ تربلې د خرابیدو په لور راون دی.


دا یوازې سږ کال نه دی چې افغانستان کې د سون توکو په ځانګړي ډول د لرګیو او ډبرو سکرو بیې لوړې شوې، بلکي هر کال د هوا په سړېدو سره د سون توکو بیې په بې سارې ډول لوړیږې، چې بې وزله خلک یې له پېرلو عاجز وي.

عام افغانان وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال بیا د سون توکو بیې دوه چنده لوړې شوي چې دې چارې را روان ژمي ته اندېښمن کړي.

دوی له اس بې اس پښتو سره په خبرو کې وویل، اقتصادي ستونزو، بې کاري او اوس هم د سون توکو لوړو بیو د دوی اندېښنې دوه برابره کړې دي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې واوروئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service