ایا جانتن ټراټ د افغان لوبډلې لپاره یو بریالی روزنکی دی؟

South Africa v Afghanistan: Semi-Final - ICC Men's T20 Cricket World Cup West Indies & USA 2024

۴۳ کلن جانټن ټراټ چې د انګلستان ملي لوبډلې پخوانی پیاوړی توپوهونکی پاتې شوی، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو. Credit: Matthew Lewis-ICC/ICC via Getty Images

د افغانستان کرېکټ بورډ په تېرو دوو کلونو کې د افغان لوبډلې بې سارې لاسته راوړنو ته په کتو د جانتن ټراټ رول مهم یادوي او وايي، د ټراټ په دوره کې افغان لوبډلې د نړۍ پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې.


د افغانستان کرېکټ بورډ څو ورځې وړاندې د افغان لوبډلې د مشر روزونکي جانټن ټراټ قرارداد د ۲۰۲۵ کال تر پایه وغځاوه.

۴۳ کلن جانټن ټراټ چې د انګلستان ملي لوبډلې پخوانی پیاوړی توپوهونکی پاتې شوی، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.

ټراټ چې له تېرو دوو کلونو راپدېخوا له افغان لوبډلې سره مل دی، په دغه موده کې افغان لوبډلې د هغه تر رزونې لاندې ۳۴ یو ورځنې او ۴۴ شل اوریزو سیالیو کې برخه اخیستې، چې له ډلې يې ۱۴ یوه ورځنۍ او ۲۰ شل اوریزې سیالۍ يې ګټلې دي.
که څه هم افغان لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې د ټراټ تر روزنې لاندې تر نیمايي ډېرې لوبې بایللې دي خو سره له دې د افغانستان کرېکټ بورډ ښاغلی ټراټ د افغان لوبډلې د پرمختګ په برخه کې اغیزناک بولي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په تېرو دوو کلونو کې د افغان لوبډلې بې سارې لاسته راوړنو ته په کتو د جانتن ټراټ رول مهم یادوي او وايي، د ټراټ په دوره کې افغان لوبډلې د نړۍ پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات وايي، پر همدې بنسټ يې له جانتن ټراټ سره قرارداد غځولی او هېله لري چې نوموړی به د افغان ملي لوبډلې د پیاوړتیا لپاره لا ډیرې هلې ځلې وکړي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service