کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان سفر غبرګونونه راپاورلي دي

Mawlana Fazal Rahman

Credit: Facebook

کابل ته د جمعیت علمای مشر مولانا فضل الرحمان ته د سفر بلنه په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت د سفیر لخوا ورکړل شوې خو د دې سفر د احتمالي وخت او دا چې له کومې اجنډا سره کابل ته راځي څه نه دي ویل شوي.


ټاکل شوې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په افغانستان کې د طالبانو حکومت په بلنه په نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي او له طالب چارواکو سره پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې ولري.

کابل ته د جمعیت علمای مشر مولانا فضل الرحمان ته د سفر بلنه په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت د سفیر لخوا ورکړل شوې خو د دې سفر د احتمالي وخت او دا چې له کومې اجنډا سره کابل ته راځي څه نه دي ویل شوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر د مولانا فضل الرحمن کور ته ورغلي او هغه ته يې د کابل د سفر بلنه ورکړې ده.

له دې سره هم مهال د چارو یو شمېر شنونکي کابل ته د مولانا فضل الرحمن ددغه سفر په اړه بېلابېل لید لوري لري.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې پخوانی استازی کمال ناصر اصولي وايي. چې کابل ته د مولانا فضل الرحمان د سفر موخه ښايې دا وي ترڅو د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ د باور فضاء رامنځته کړي خو په خبره يې د پاکستان تګلاره په دې برخه کې واضح ده چې له مخې يې مولانا فضل الرحمان د هغه لپاره کار کوي.

لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service