یو شمېر افغان انجونې وايي، د کانکور په ازموینه کې له ګډون محرومیت ناهیلې کړې دي

Education in Afghanistan

An Afghan woman takes a university entrance exam February 20, 2002 with male classmates at Kabuls Polytechnic Institute. Credit: Natalie Behring/Getty Images

افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چېرته چې د انجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې له تېرو نږدې درې کلونو تړل شوي دي.


د طالبانو له لوري د کانکور په دغې ازموینه کې انجونو لپاره د ګډون اجازه نه ورکولو یو شمېر هغه انجونې ناهیلې کړي چې د درېیم پرلاپسې کال لپاره په دغه ازموینه کې له ګډون څخه محرومې کیږي.

د دنیا دانش په نوم د دولسم ټولګي یو تن زده کوونکې وايي، درې کاله کیږي په دې تمه ده چې کله به د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي.

هغې له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې په دې اړه وویل، تقریبا درې کاله وشول چې زه د کانکور د ازموینې په تمه یم او دا هېله لرم چې کله به د کانکور ازموینه ورکوم او له دې لارې به د خپلې خوښې پوهنځۍ ته کامیابه کیږم او خپلو لوړو زده کړو ته به داوم ورکوم.

دنیا دانش وايي، کله چې د کانکور د ازموینې د پاېلو له اعلان وروسته د هلکانو خوشحالي ویني چې دوی د خپلې خوښې پوهنځې ته کامیابه شوي د خوشحالۍ ترڅنګ ناهیلې کیږي چې ولې له دغې خوشحالۍ څخه دوی محرومې دي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د ټولو نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service