په آسټرالیا کې د ماشومانو او لویانو د خوندیتوب په اړه مهمې خبرې

Child Safety

Source: Atlanta

که چېرې تاسو نوي آسټرالیا ته راغلي یاست نو مهمه ده ترڅو د خپل ځان او ماشومانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړئ او له شته خطرونو څخه ځان خبر کړئ. د خپل ځان او ماشومانو د خوندیتوب په اړه مهم معلومات دلته لوستلی شئ.


آسټرالیا په عام ډول سره د ژوند لپاره یو خوندي هېواد دی او په دوامداره توګه یې نوم د نړۍ د هغو هېوادونو په لېست کې لیدل کېږي چې خوندي دي، مګر مهم ده ترڅو د خپل ځان او ماشومانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړئ او له شته خطرونو څخه خبر اووسئ. 

د خپل ځان او خپلو ماشومانو د خوندي پاتې کېدلو لپاره مهم ترڅو له کور څخه بهر او د کور دننه ځینو مهمو ټکو ته پاملرنه وکړئ.

' کور څخه بهر خوندیتوب'

په آسټرالیا کې لمر خورا قوي دی او کولای شي ستاسو پوټکی ډېر ژر وسوځوي، حتی په هغو ورځو کې چې آسمان وریځ وي او کېدای شي د پوټکي د سرطان یا نورو جلدي ستونزو لامل وګرځي. مګر ښه خبره داده چې تاسو کولای شي له لمر څخه خوندي پاتې شئ.

کله چې تاسو له خپلو ماشومانو سره او یا هم یواځې، له خپل کور څخه بهر وځئ‌ نو پکار ده ترڅو د حرارت درجه وګورئ او همدا راز پوه شئ چې د لمر وړانګې په کومه کچه زیان رسونکې دي. دغه کار له تاسو سره مرسته کوي ترڅو تاسو په پوره تیارئ سره له خپل کور څخه بهر ووځئ. 

پکار ده ترڅو له کور څخه د بهر وتلو پرمهال سن سکرین یا هغه کریم ووهئ چې له لمر څخه مو خوندي وساتي، د دې ترڅنګ داسې کالي واغوندئ چې بدن مو لږ ښکاره شي، خولۍ پرسر کړی، په سیوري کې پاتې شئ او کافي اندازه اوبه وڅښئ.
sunscreen toddler
Source: Getty Images/Stuart Westmoreland
ډیری کسان چې کله آسټرالیا ته راځي نو له خځندو چې ډارېږي. د دې ډېر کم امکان شته ترڅو مار او یا نورې خځندې تاسو و چیچي. مګر د دې لپاره چې خوندي پاتې شئ، مهم ده ترڅو د خپل ځان او ماشومانو د خوندیتوب لپاره له کور څخه د بهر وتلو پرمهال پوره تیاری ولرئ.

له لمر او خځندو د خوندیتوب ترڅنګ باید له سرکه څخه د تېرېدلو پرمهال قوانین رعایت کړی او په خوندیتوب سره له سرکه څخه تېر شئ ترڅو مو موټر ونه وهي.

همدا راز په آسترالیا کې جرایم کم دي، مګر کله چې تاسو له خپلو کورونو څخه بهر ځئ‌ نو مهمه ده ترڅو خپلو وسایلو ته هم پاملرنه وکړئ.

د دغو خبرو ترڅنګ د لامبو او نورو فعالیتونو پرمهال هم پرمهال هم د خپل ځان او ماشومانو خوندیتوب رعایت کړی ترڅو تاسو او ستاسو د کورنۍ غړي په امن کې اوسي.
'په کور کې د ماشومانو خوندیتوب'

له کور څخه بهر د ماشومانو د خوندیتوب ترڅنګ مهمه ده ترڅو د کور دننه هم د هغو خوندیتوب ته پاملرنه وشي.

کور د ماشومانو لپاره ترټولو خوندي ځای شمېرل کېږي، مګر د پدې مانا نده چې دوي ته به هېڅ زیان نه رسېږي، پکار ده ترڅو په کور کې هم د ماشومانو خوندیتوب ته میندې او پلرونه جدي پاملرنه وکړي. 

کېدای شي دا ډېره ګرانه و اوسېږي ترڅو هر وخت د ماشومانو ټول فعالیتونه و څارل شي، مګر مهمه ده ترڅو د ماشومانو څارنه وشي او وخت په وخت ورته د خوندیتوب په اړه معلومات ورکړل شي.
Child Safety
Source: The New York Times
په کور کې دننه برقي وسایل، د برق ساکټونه او ګرمې اوبه،  د ماشومانو ژوند په خطر کې اچولی شي، له همدې امله میندو او پلرونو ته پکار ده ترڅو ماشومانو ته د برق او ګرمو اوبو د خطرونو په اړه معلومات ورکړي.

له برق څخه د خوندیتوب ترڅنګ میندو او پلرونو ته پکار ده ترڅو ټول درمل او یو شمېر نور شیان چې په پخلنځي کې کارول کېږي لکه چاقو او لایټر چې ماشومانو ته زیان رسولی شي، هغه پداسې ځاې کې وساتي یا قلف کړي چې د ماشومانو له لاسرسي څخه لرې وي. 

همدا راز د کور دروازې او کړکۍ بندې وساتۍ ترڅو ماشومان خپل ځان خوږ نکړي او یا هم په خپل سر له خپل مور او پلار پرته بهر ونه وځي.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service