څرنګه ګولای شئ له بهر څخه ' فرزندي ماشوم' آسټرالیا ته راولئ؟

Indian girl playing with toys

درخواست‌های فرزندخواندگی در آسترالیا تنها در صورتی تسهیل می‌شوند که در مطابقت با اصول و معیارهای کنوانسیون لاهه باشند. Source: Getty Images/Mayur Kakade

اسټراليا له ځينو هيوادونو سره د ماشومانو فرزندي راوړلو تړون لري، څرنګه کولای شئ له بهر څخه بې کورنۍ ماشوم خپل کړئ او آسټرالیا ته یې را ولئ؟


ډیری هغه آسترالیایان چې په خپله ماشومان نلري، له نورو هېوادونو څخه داسې ماشومان چې کورنۍ نلري، په فرزندي توګه اخلي او آسټرالیا ته یې راولي.

اوس مهال آسترالیاد د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د آډاپشن یا ماشوم خپلولو تړونونه لري، مګر له بهر څخه په فرزندي توګه د یوه ماشوم ترلاسه کول یو اوږده پروسه ده او قوي ژمنې ته اړتیا لري.

آسټرالیا اوسمهال د نړۍ له ۱۳ هېوادونو سره داسې تړون لري چې آسترالیایانو کولای شي له دغو هېوادونو څخه په رسمي ډول فرزندي ماشومان خپل کړي او آسترالیا ته یې راولي.

خپرې شوې شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲ کلونو ترمنځ په مالي کال کې  آسترالیایانو ۳۳۴ ماشومان له ۳۷ هېوادونو څخه په فرزندي توګه خپل کړي.

که چېرې دغه شمېرې له هغه وړاندې ۱۵ کلونو سره پرتله شي نو کموالی په کې په سترګو کېږي.

که چېرې تاسو غواړئ‌، د نړۍ له یوه بل هېواد څخه یو ماشوم خپل کړئ او په فرزندي توګه یې لوی کړئ نو تاسو ته پکار ده ترڅو په خپل ایالت او سیمې کې له مسئولې ادارې سره خبرې وکړئ.

يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
څرنګه ګولای شئ له بهر څخه ' فرزندي ماشوم' آسټرالیا ته راولئ؟ | SBS Pashto