ډیری لیدونکي او نوي راغلي مهاجر دا کم اټکل کوي چې د آسټرالیا ملي پارکونه څومره پراخ دي، او پکې ورکيدل هم ډير شوني دی.
که تاسو په ځنګلونو کې جوړو شوو لارو باندې قدم وهل پيلوئ او ډيره کې دا ځايونه لرې پرتو سيمو کې موقيت لري نو ډير مهمه ده چې تاسې یو څه پلان کړئ ځکه دا به تاسو سره د خطرونو څخه مخنیوي کې مرسته وکړي.
په طبیعت کې قدم وهل، یا په بوټو اوځنګلونو کې قدم وهل چې اسټرليا کې په بوش واکينګ مشهوره ده، د آسټرالیا یو له خورا مشهور تفریحي فعالیتونو څخه دی. مګر دا خوند يوازې منظرو پورې محدود ندي.
ځنګلونو کې قدم وهل روغتيا لپاره ډيرې ګټې لري او هم ستاسو د بدن توان ډيروي.. يعنې ټوله کې ستاسو طبعيت يا موډ ښه کوي.
په ځنګلونو کې قدم وهل معمولا لږ خطر له ځانسره لري، ولې بيا هم پر ځينو مسايلو پوهيدل حتمي ده.
تاسو ته مو پدې اړه رپوټ چمتو کړی چې لا ډير نور معلومات په رپوټ کې اوريدلی شئ.