د آسټراليا حکومت څخه غوښتل شوي ترڅو کورنيو کې جبري کنټرول هم د جرمونو په لېست کې شامل کړي

Sad teen crying for help on the phone.

Sad teen crying for help on the phone. Source: Credit AntonioGuillem- Getty Images

د کورني تاوتریخوالي ضد کمپاین کوونکي له حکومت څخه غواړي ترڅو جبري کنټرول هم د جرمونو په لېست کې شامل کړي. جبري کنټرول څه ته وايي او آيا زمونږ کورنيو کې هم شتون لري؟


په کورني ناوړه چلند کې هر وخت فزیکي تاوتریخوالی نه وي شامل بلکې پدې کې ډیری وخت په جبري ډول یا هم په زور سره کنټرول شامل وي.

د کورني تاوتریخوالي ضد کمپاین کوونکي له حکومت څخه غواړي ترڅو په کورنیو اړیکو کې د کنټرول چلندونه هم په جرمونو کې شامل کړي ځکه په کورنیو کې کنټرول ډیری وخت د فزیکي تاوتریخوالی لامل ګرځي.

لیکوالې او تحقیقي ژورنالیستې، جېس هېل څلور کاله د کورني تاوتریخوالي موضوع په اړه څېړنې کړي او پدې اړه یې یو کتاب لیکلي چې د اس بي اس شبکې ورباندې مستند فلم هم جوړ کړی دی.



آغلې جېس هیل وايي، د جبري کنټرول ناوړه طبیعت ډیری وخت د دې لامل ګرځي ترڅو خلک دغه ډول تاوتریخوالي ته هېڅ متوجه نشي.

هغه زیاتوي که چېرې تاسو پیسې نلری او احساس کوئ چې باید د خپل ژوند له شریک څخه د پیسو لپاره غوښتنه وکړئ، یا هم تاسو فکر کوی له خپلې کورنۍ او ملګرو څخه لرې ساتل شوي یاست یا هم تاسو ته کواښ کېږي او په دوامداره توګه په کمه سترګه درته کتل کېږي،  نو دغه ډول چلندونو ته جبري یا په زور سره کنټرول وايي.

يادې موضوع په اړه د لا ډيرو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د آسټراليا حکومت څخه غوښتل شوي ترڅو کورنيو کې جبري کنټرول هم د جرمونو په لېست کې شامل کړي | SBS Pashto