د مزین په نوم ۴۱ کلن کډوال، درې کاله وړاندې له خپلې مېرمې او دوو لورګانو سره آسټرالیا ته راغلی.
هغه د عراق په دهوک ښار کې د برق د انجینیر په توګه دنده ترسره کوله، مګر کله چې داعش د نوموړي د استوګنې سیمه ونیوله نو هغه مجبوره شو ترڅو له خپلې کورنۍ سره لبنان ته وتښتي.
مزین، د عراق په دهوک ښار کې ۹ کاله د برق د انجینیر په توګه کار کړی. مګر اوس په آسټرالیا کې د کار په لټه کې دی.
هغه وايي چې یو زیات شمېر کارونو ته یې د Seek او Indeed ویب پاڼو له لارې درخواست کړی، مګر تر اوسه پورې ندی توانیدلی ترڅو په خپل مسلک کې کار پیدا کړي.
ډیوید فوربیس د Settlement Services International په ادارې کې د کار موندنې برخې همغږي کوونکی دی، هغه اداره چې له کډوالو او مهاجرو سره مرسته کوي ترڅو په آسټرالیا کې ځای پرځای شي او خپل نوی ژوند پیل کړي.
ښاغلی فوربس وايي، سره لدې چې د مهارت لرونکو کډوالو د کار کولو طریقه له دې ځای سره یو څه توپیر لري ځکه چې دوی بهرنۍ تجربه ترلاسه کړې، خو دوی د مهمو ستونزو حل کولو نوې لارې لري.
لا ډير معلامت په بشپړ رپوت کې واورئ.