څنګه په اسټراليا کې خپل ماشومانو لويدو سره ژبه او کلتور ساتلی شئ؟

Pashtun family, art work

Source: Hena

د اسټراليا په ګډون نورو هيوادونو کې که خلک له بيلابيلو ژبو او کلتور سره ژوند کوي نو ډيره کې والدين هڅه کوي ترڅو خپلو ماشومانو کې ژبه او کلتور ژوندی وساتي. اسټراليايي څيړونکي وايي، مورنۍ ژبه او کلتور ساتل د يو ماشوم ودې برخه کې مهمه رول لوبوي.


اسټراليا کې په څو ژبو پوهيدل او يا پرې زده کړل کول ډيرې ګټې لري، ولې بله خوا بيا پوهان وايي، د کلتور او ژبې ساتلو ګټې اخيستلو لپاره بايد کلتوري هويت ساتلو ترڅنګ وپالل شي.

اسټراليا کې د سر شميرنې وروستی شميرې ښايي چې په هرو پينځو اسټراليايانو کې يو يې په کور کې انګليسي ژبې پرته پر بلې ژبې خبرې کوي.

اسټراليا په ګډون نورو هيوادونو کې چې خلګ کډه شوي او ماشومان لويوي نو هغوی پدې ښه پوهيږي چې خپل ماشومانو کې ژبه او کلتور ژوندی ساتل ګران کار دی.

  څيړنې ښايي، که چيرې د کلتور او ژبې ساتلو ګټو ته وکتل شي نو بيا پدې ارزي چې مور او پلار له خپلو ماشومانو سره زيار وباسي ترڅو ژبه او کلتور هغوی ته زده کړي.

ملبورن پوهنتون کې د ژبې څانګې پروفيسر جوهن هاجک دا ارزښت تشريح کوي.

ښاغلی وايي، اسټراليا کې ټول هغه ماشومان چې په څو ژبو خبرې کوي هغوی ښوونځي او نورو زده کړو کې ډير پر مخ ځي.

 نوموړی وايي، لدې سره ماشومانو ته يې بله ګټه داده چې د هغوی شخصي وده کې ډيره مرسته کوي او ماشومان په توپيرونو پوهيږي او نور خلک يې چې ترڅنګ وي هغوی هم درک کوي


پدې اره تيار شوی رپوت واورئ


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service