د اسټراليا دولت بیړني خدمت اداره (SES) هغه نوم دی چې په آسټرالیا کې د یو شمیر سازمانونو لخوا کارول کیږي دا اداره د لویو طبعي پیښو پرمهال او هم وروسته له پيښو څخه مرستې کوي، لکه سیلابونو، طوفانونو، اور لګيدنې او سونامي ورته پيښو ته رسيدنه کوي او خدمتونه وړاندې کوي، ددې ترڅنګ په نورو بیړنیو حالتونو کې لکه د ترافيکي حادثې ژغورنه، د ورک شوو کسانو لټون، او طبي حالتونو سره تړلو پيښو کې هم مرسته کوي.
د آسټرالیا هر ايالت او سيمه خپل دولتي یا سیمه ایز بیړني خدمت اداره لري.
څنګه کولی شئ خپل د سیمې د دولتي بیړني خدمت ادارې او کار کوونکو سره رضا کاره یوځای شئ؟
له رضا کارو څخه څه تمه کیږي او بيړنيو خدمتونو رضا کاره په توګه کار کولو پيل دمخه کوم مهارتونو ته اړتیا لرئ؟
دا ټول په تيار شوي رپوټ کې واورئ.