څنګه اسټراليا کې وړيا وکيل او قانوني مشوره ترلاسه کولی شئ؟

Legal aid

Source: Getty Images

اسټراليا کې بې وسه کسان کولی شي چې ځينو قضيو لپاره وړيا قانوني مشوره ترلاسه کړي.


اسټراليا کې محروم کسان کولی شي خپلو اوسيدو ايالتونو کې د legal aid commission يا  community legal centres له لارې مرستې ترلاسه کړي.

دا مرستې قانوني مشورې وي او کسانو سره په محاکمو کې مرسته کولی شي.

که چيرې تاسې کومې مسلې لپاره چې هغه جنايي جرم نه وي او محکمې ته حاضر کيږئ نو هلته د وړيا وکيل مشورې غوښتنه کولی شئ ترڅو تاسو ته مشوره درکړي او که چيرې ستاسو قضيه پيچلې وي بيا تاسو ته مشوره درکول کيږي چې محکمې ته حاضريدل وځنډوئ او وروسته له مشورو تر لاسه کولو بيا محکمې ته راشئ.

د حقوقي مشورې ترلاسه کولو او يا ستاسو بشپړه قضيه په محکمه کې مخې ته وړلو لپاره د legal aid وکيلان ستاسو قضيه لومړی څيړي بيا د هغې مخې ته وړلو پريکړه کوي. 

تير يو کال کې څيړنه ښايي، اسټراليا کې له legal aid څخه ۶۵ سلنه نارينه او ۳۳ سلنه ښځينه مرسته ترلاسه کړې.

لا ډير معلومات تيار شوي رپوټ کې واورئ.

 

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service