آيا کرونا وبا دوران کې پور وړي شوي ياست؟

Covid and money

Finanzielle Not? Es gibt in Australien kostenlose Hilfe, zum Beispiel von National Debt Helpline - 1800 007 007. Source: Getty

د کرونا وېروس په تېر یوه کال کې نه یواځې دا چې د میلیونو انسانانو د ناروغۍ او مړینې لامل ګرځېدلی بلکې د خلکو د ژوند پر نورو اړخونو یې هم ناوړه او منفي اغېز کړی دی.


د کرونا وېروس وبا پرمهال د خلکو اقتصاد او ژوند خرابه شوی دی او خلک دې ته اړ شوي ترڅو پورونه واخلي او قرضداره شي.

د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د وبا پرمهال د آسټرالیا د اوسېدونکو پورونه زیات شوي او خلکو د ژوند د لګښتونو لپاره په شخصي پورونو تکیه کړې ده.

که چېرې ستاسو پور له کنټرول څخه وتلی وي، وړیا او محرمې مالي مشورې کولی شي ستاسو د وضعیت په ارزولو کې مرسته وکړي ترڅو د بیرته تادیې د مدیریت پلان چمتو کړئ.

د مالي چارو سلاکاره سارا براون شو هره ورځ له هغو کسانو سره مرسته کوي چې مالي ستونزې لري او نشي کولای خپل بلونه تحویل کړي.

هغه وايي‌ چې د کووېډ-۱۹ وبا د دې لامل کرځېدلې ترڅو ډیری خلک ونشي کولای ترڅو خپل لګښتونه پوره کړي له همدې امله اوس یو زیات شمېر خلک پوروړي‌ دي.

نوموړې وايي‌ چې د ۱۲ میاشتې پخوا په پرتله د خلکو د کریډټ کارټ او په ځینو حالتونو کې د مورګیج پورونه زیات شوي او بانکونه له خلکو څخه په دوامداره توګه د پور لپاره سود اخلي له همدې امله د یو کال مخکې پرتله خلک ډیر پوروړي دي.

تاسو ته مو يادي موضوع په اړه رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ،


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service