په استرالیا کې، موږ یو خپلواکه اداره لرو چې د ټاکنو سیسټم اداره کوي، هغه د آسټرالیا د ټاکنو کمیسیون يا AEC ده.
د ټاکنو کميسيون وايي، راتلونکو ټاکنو کې ټول وړ اتباع فرصت لري چې د فدرالي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي.
د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو په زرګونو ځایونه پرانيستل کيږي لکه. ښوونځي، د کلیسا تالارونه او نور عامه ځایونه.
د رای ورکولو په ځايونو کې په نورو ژبو کې لارښوونې او مرستې هم وړاندیز کيږي، يعنې که تاسې په انګليسي ژبه ښه نه پوهيږئ او بيا هم رای ورکوئ نو هر ټاکنو مرکز کې تاسو ته د ژبې خدمات هم درکول کيږي.
رایه ورکوونکو ته د رای ورکولو دوه پاڼې ورکول کیږي، یوه شنه او بله سپینه.
د رای ورکولو شنه پاڼه دا ده چې تاسو د ولسي جګرې نوماندانو ته رای ورکوئ.
په شنه رای پاڼه کې د رایې ورکولو لپاره تاسو د خپلې خوښې نوماند تر څنګ '1' شمیره ولیکئ، بیا د دویم انتخاب سره '2' ولیکئ او تر هغه پورې دوام ورکړئ چې ټول بکسونه مخې ته ترتيب سره شميرې کيږدئ.. او ټولو مخې ته شميرې کيښودل حتمي ده.
سپینه رای پاڼه کې تاسې د سنا مجلس یا مشرانو جرګې له 76 څوکیو څخه یوه کس ټاکئ.
تاسو به د خپل ایالت یا سیمې څخه سناتور انتخابولو لپاره رایه ورکړئ. دواړو استازو مجلسونو ته په يوه ورځ ټاکنې ترسره کيږي ولې بيا مجلسونو ته رايه ورکول توپير کوي.
لا ډير معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.