د اسټراليا دولت تاسو ته اسانه کوي ترڅو بانکو او نورو مالي ادارو څخه قرضه واخلئ

lending laws

The federal government is seeking to relax Australia's responsible lending laws. Source: Getty Images

د آسټرالیا حکومت غواړي د پور ورکولو په قوانینو کې آسانتیا راولي.


د کرونا وېروس وبا د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د آسټرالیا پر اقتصاد هم ناوړه اغېز درولود.

د کوویډ-۱۹ و با په تعقیب د آسټرالیا حکومت غواړي، د پور ورکولو په قوانینو کې آسانتیا راولي ترڅو مصرف کوونکي او کاروبارونه وکولای شي په آسانۍ سره پور ترلاسه کړي.

حکومت تمه لري چې د پور ورکولو په قوانینو کې آسانتیا به د دې لامل وګرځي ترڅو د آسټرالیا اقتصاد یو ځل بیا وده وکړي.

د پور ورکولو په قوانینو کې د آسانتیاوو لپاره د آسټرالیا حکومت یو طرحه د دغه هېواد پارلمان ته وړاندې کړې چې له تصویب وروسته به عملي بڼه غوره کړي.

د نوي قانون پر اساس به د پور اخیستونکو غوښتنلیک په آسانۍ سره وه ارزول شي او د پور ورکونکو مسئولین به هم د غوښتنلیک ارزولو پرمهال کم شي.

همدا راز که چېرې د پور اخیستلو په قانون کې نوي بدلونونه تصویب شي نو خلک به وکولای شي د آسانه پور اخیستلو تر څنګ ، خپل مورګېج په اسانۍ سره له یوه بانک څخه بل بانک ته واړوي.

رولنډ بلېیر، د کرېډټ ورلډ په نوم د یوې مخکښې مالي ادارې بنسټ ایښودونکی دی چې د شخصي پورونو په برخه کې ډېره تجربه لري.

رولنډ بلیېر وايي چې د نوي قانون له عملي کېدو سره مهمه ده ترڅو پور اخیستونکي په مسئولیت سره پور واخلي.

هغه زیاتوي چې پور اخیستونکي باید د پور اخیستلو پرمهال محافظه کاره اوسي، تړونونه پرتله کړي او تر ټولو غوره تړون انتخاب کړي. همدا راز که چېرې د سود قیمت ثابت نه وي نو پکار ده چې د سود لوړوالی هم په پام کې ونیول شي.

دا او نور مهم معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service