په دغه راپور کې موږ تاسو ته د واټونو د ترافیکي قوانینو د لږ پیژندل شويو مقرراتو په اړه معلومات راغونډ کړي ترڅو تاسو سره د ترافیکي قوانینو په نه ماتولو کې مرسته وکړي.
د آسټرالیا د ټاپ ګېر خپرونې پخوانی چلونکی او د موټر چلولو لارښود Steve Pizzati وايي نیو ساوت وېلز د آسټرالیا هغه ایالت دی چې ترټولو زیات د سړک غیر معمولي قوانین لري.
هغه زیاتوي چې د ځینې قوانینو شتون منطقي خبره ده، د بیلګې په توګه داچې د جنازې په مراسمو کې په قصدي او یا په بې پروایی سره مداخله ونیشي، مګر د ځینو نورو قوانینو د شتون په اړه نه پوهېږي چې اصلي منطق څه ده.
یو له هغو جالبو قوانیونو څخه داده که چېرې ستاسو موټر د بسونو په تمځای کې خلکو ته خټې وشیندي نو تاسو جریمه کېدای شئ.
دا او نور معلومات په رپوټ کې واورئ.