اسټراليا ته له بيلابيلو ويزو سره بهرنيان سفر کولی شي او يو له دغو ويزو څخه د (subclass 117) ويزه ده چې له بهر څخه يتيمان اسټراليا ته راوستل کيږي.
ياده ويزه هم خپل شرايط لري، د ذکر شوې ويزې له لارې يتيم ماشوم اسټراليا ته راتللی شي که چيرې د هغه ماشوم دواړه مور او پلار مړه شوي اوسي، يا لا درکه وي او يا هم د ماشومانو پالنه نه کيږي.
محمد رضا عظيمي په Shada Migration and Education Services کې د مهاجرت اجينټ دی. نوموړی دا مسله لا روښانه کوي او وايي، د يتيمانو ويزې له لارې له ۱۸ کلنو څخه کم عمره ماشومان دعوت کيدلی شي، مور او پلار يې مړه، يا لادرکه او هم د هغه ماشوم پالنه نه کوي.
داچې تاسې څنګه يو يتيم ماشوم اسټراليا ته دعوت کولی شئ، يو مهم شرط يې دادی اسټراليا کې د يتيم ماشوم دعوت کوونکی بايد له ۱۸ کلونو ډير عمر ولري، د اسټراليا تابعيت او يا ديمي ويزه ولري او داسې نور.
د يتيم ماشوم خپلوان بايد مهاجرت ادارې ته د يتيم ماشوم دعوت لپاره غوښتنليک وسپاري. مهاجرت اداره بيا د ماشوم دعوت کوونکي جرمنو سابقه معلوموي او که چيرې کوم جرمي سابقه ولري چې په هغه کې ماشوم شامل وي بيا د ياد کس غوښتنليک لغوه کيږي.
د يو يتيم ماشوم دعوت کولو وخت کې بايد د ياد ماشوم والدينو وفات سندونه او نور اړين اسناد مهاجرت ادارې ته وسپارل شي.
دا ښاغلي احمدي په وينا، اسټراليا ته دعوت شوي يتيم ماشوم ته د اسټراليا دايمي ويزه ورکول کيږي او اسټراليا کې زده کړه او کار کولی شي.
راچيل له ګانا څخه ده او په ۲۰۱۶ کال کې د يتيم پر ويزه (subclass 117) اسټراليا ته راغلې.
اغلې وايي مور يې بد روغتيايي حالت درلود چې د نوموړې پالنه يې نشوه کولی او پلار يې هم ورک وه نو ځکه ورته د يتيم ويزه ورکړه شوه او اسټراليا ته راغله.
اغلې وايي، يوازينی هيله يې نيا وه او د هغې مړينې وروسته نور ورته هيڅ هيله نه وه پاتې.
د راچيل ورور اسټراليا کې ژوند کاوه او نوموړي خپل خور او ورور دعوت کړل
دا مهال راچيل د اسټراليا تابعيت لري، پوره وخت کار کوي او ترڅنګ يې زده کړه هم کوي.