خپاره شوي آمار ښيي چې له ۲۰۰۴ کال راپدېخوا نږدې ۲۰۰ کسانو د تېږو پر سر د کب نیونې پرمهال، د خطراتو په آړه د معلوماتو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د تېږو پر سر د کب نیونې پرمهال له ۷۵ سلنه څخه زیات قربانیان داسې کسان دي چې له آسټرالیا څخه بهر پیدا شوي او ۵۰ سلنه قربانیان یواځې داسې خلک دي چې په آسیايي هېوادونو کې پیدا شوي او بیا آسترالیا ته د بېلابېلو موخو لپاره راغلي.
د آسټرالیا د Surf life Saving ادارې عمومي مدیر شېن داو وايي، هغو کسانو چې د خپلو هېوادونو په آرامه اوبو کې کب نیونه کړې اوسي هغوي د آسټرالیا د ساحلونو له هوا سره بلدتیا نلري.
تاسو ته د تيږو پر سر کب نيونې په اړه ه معلوماتو ډک رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.