موږ څو ځله داسې جملې اوریدلي دي لکه "سړي سړي وي او يا هڅ خبر نده او داسې وايو چې، هغه یوازې دا کار دې لپاره کړی ځکه چې هغه تاسو خوښوي، او يا ډيره کې د نجونو یا میرمنو پر وړاندې پر سپکاوي یا تیریدونکي چلند سترګې پټوو.
متخصصین وايي، که څه هم دا جملې په سطحه بې ضرره ښکاري، موږ په حقیقت کې په ناپوهۍ سره د هغه څه په توګه چې په سړيو کې پيدا کيږي مونږ له همدې ورته جملو او ويناوو سره دا مسله عادي کوو چې يعنې سړيو لخوا پر ښځو تاوتريخوالی يو عادي عمل ګنو.
د بې احترامۍ ټول ډولونه د تاوتریخوالی لامل نه کیږي، مګر د ښځو په وړاندې ټول تاوتریخوالی د بې احترامۍ سره پیل کیږي.
موږ کولی شو دا عمل په پیل کې ودروو.
"په پیل کې یې ودروئ" یو ملي کمپاین دی چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي دوام ماتوي.
د ياد کمپاين په اړه لا ډير په تيار شوي رپوټ کې واورئ.