ولې آسټرالیا کې د پوستکي سرطان زیات دی او څنګه کولی شئ د پوستکي سرطان خطر کم کړئ؟

Skin check

Female dermatologist (30s) examining male patient's skin with dermascope, carefully looking at a mole for signs of skin cancer. Source: Getty / Getty Images

آسټرالیا د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پوستکي سرطان په کې زیات دی. په دغه رپوټ کې مو په دې اړه معلومات را غونډ کړي چې په آسټرالیا کې د پوستکي سرطان ولې زیات دی او تاسو څرنګه کولی شئ د پوستکي په سرطان د اخته کېدو مخنیوی وکړئ.


مهم ټکي:
  • په آسټرالیا کې هر کال شاوخوا دوه زره کسان د پوستکي سرطان له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
  • آسټرالیا د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پوستکي سرطان په کې زیات دی.
  • پروفیسوره این کاسټ وايي، د ماورای بنفش (UV) وړانګو سره د اوږدې مودې لپاره تماس د پوستکي سرطان اصلي لامل دی.
  • ډاکټر شینواری وايي، له جلدي سرطان څخه د خوندي پاټې کېدلو بیلابېلې لارې شته، د بیلګې په توګه خپل پوستکی پټ ساتل او د لمر ضد کریم کاروونه.
د ډسمبر، جنورۍ او فبرورۍ میاشتې په آسټرالیا کې د اوړي میاشتې دي.

آسټرالیا د اوړي په موسم کې یو په زړه پوری ځای دی. مګر پکار ده ترڅو تاسو له اورلګېدنو، سیلابونو، ډوبېدو او د پوستکي له سرطان څخه په امن کې اوسئ.

د پوستکي سرطان په آسټرالیا کې د سرطان تر ټولو عام ډول دی، هر کال شاوخوا ۲ زره کسان د پوستکي سرطان له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مهرباني وکړې لا ډېر معلومات په رپوټ کې واروئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service