اګيست ماشت کې د طالبانو قدرت ته رسيدو وروسته تر اوسه د طالبانو لخوا رسمي بيان ندی ورکړل شوی چې ګواکې افغانستان کې پر موسيقی بنديز لګول شوی وي، ولې ډيرې رسنۍ او سندرغاړي له ويرې نه سندرې خپروي او نه يې وايي.
پاکستان بيا په ځانګړي ډول پيښور ښار کې د موسيقۍ جوړوونکي وايي، طالبانو راتګ سره د افغان سندرغاړو کاروبار په ټپه ولاړ دی او دې کار ددوی پر کاروبارونو هم منفي اغيزې شيندلي.
داچې تر اوسه طالبانو لخوا موسيقۍ بنديز او يا ازادۍ په اړه کوم رسمي بيان ندی ورکړل شوی ولې بيا هم رسنۍ او سندرغاړي د موسيقۍ خپرولو برخه کې ويره لري.
تاسو ته مو پدې اړه يو رپوت برابر کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.