آيا پوهيږئ افغانانو لومړي ځل لپاره په استرالیا کې د اسلام بنسټ کيښود او لومړنی جومات يې جوړ کړ؟

First mosque in Australia was built by Afghans in Maree

Source: Public Domain

استرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته په دغه هېواد کې د اسلام دین خپور شو او د مسلمانانو په شمېر کې هم د پام وړ زیاتوالی راغی.


 استرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته په ۱۸۶۱ م کال کې لومړنی جومات د سویلي استرالیا په مري سیمه کې جوړ شوی. د ای بي سي شبکې معلومات ښيي چې دغه جومات د استرالیا په تاریخ کې لومړنی جومات دی او د افغانانو لخوا جوړ شوی.

‎د استرالیا په مري سیمه کې د لومړني جومات له جوړېدو څو کاله وروسته په ۱۸۸۸مکال کې په ا‌‌‌‌‌‌ډېلېډ ښارهم د افغانانو لخوا یو لوی جومات جوړ شوی.

‎د رسنیو لخوا په خپرو شویو راپورونو کې لیدل کیږي چې نن ورځ مسلمانان په استرالیا کې له ۳۶۰ څخه زیات د عبادت مرکزونه لري او دغه شمېرې د هرې ورځې په تېرېدو سره د زیاتېدو په حال کې دي.

‎سره لدې چې افغانانو په استرالیا کې لومړنی جومات جوړ کړی خو نن ورځ د استرالیا په سیډني ښار کې د لکېمبا جومات چې د علي بن ابي طالب په نوم یې هم خلک پيژني د دغه هېواد تر ټولو لوی جومات ده او دغه جومات په ۱۹۷۷م کال کې د لبنان د مسلمانانو د ټولنې لخوا جوړ شوی.

په استرالیا کې د افغانانو لخوا د لومړني جومات د جوړېدو په اړه لاډېر مالومات دلته واورئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آيا پوهيږئ افغانانو لومړي ځل لپاره په استرالیا کې د اسلام بنسټ کيښود او لومړنی جومات يې جوړ کړ؟ | SBS Pashto