په آسټرالیا کې مېشت افغانان د اوښبه افغانانو پر تاریخ د جوړ شوي فلم په اړه څه فکر کوي؟

The Furnace

Source: screenwest

اوښبه افغانان په آسټرالیا کې شاوخوا ۱۶۰ کاله اوږد تاریخ لري او د دغه هېواد د پرمختګ په برخه کې مهمه رول لوبولی.


اوښبه افغانان په آسټرالیا کې شاوخوا ۱۶۰ کاله اوږد تاریخ لري. په ۱۸۶۰ م کال کې د لومړنیو اوښبه افغانانو له راتګ وروسته آسټرالیا ته د اوښبه افغانانو د راتګ لړۍ د څو لسیزو لپاره دوام پیدا کړی. یو شمېر لیکوالان باور لري چې د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰ م کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰۰۰ اوښبه فغانان اسټرالیا ته راغلي و.

اوښبه افغانانو د آسټرالیا هېواد د پرمختګ په برخه کې مهمه رول لوبولی چې نن ورځ هم له اوښبه افغانانو څخه په آسټرالیا کې په ښه نوم یادونه کېږي. لومړنیو افغانانو د اسټرالیا د لرې پرتو سیمو په کشف، له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د شیانو او معادنو په لېږد، د اورګاډو د پټلی او تم ځایونو د جوړولو په برخه کې مهمه کارونه ترسره کړي.
په تېرو څو لسیزو کې د اوښبه افغانانو پر ژوند یو زیات شمېر مستند فلمونه او پروګرامونه جوړ شوي مګر له کلونو  څېړنو وروسته د لومړي ځل لپاره د اوښبه افغانانو پر ژوند یو فیچر فلم د فرنس په نوم جوړ شوی او د آسټرالیا په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی.

د یاد فلم لیکوال او ډیریکټر روډریک مکای له اس ابی اس پښتو راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دا فلم پر یوه ځوان اوښبه افغان جوړ شوی مګر تر ټولو مهمه داده چې دغه فلم کې د اوښبه افغانانو تاریخ او ژوند ته کتنه شوې ده. 

د اوښبه افغانانو پر تاریخ جوړ شوی فلم د ډېسمبر د میاشتې له ۱۰ نېټې څخه د آسټرالیا په شاوخوا ۱۰۰ سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی. دارین حسن ، د اوښبه افغانان له نسل څخه دی چې اوسمهال په سویلي آسټرالیا کې ژوند کوي. نوموړی وايي چې د اوښبه افغانانو پر ژوند جوړ شوی فلم د آسټرالیا د تاریخ د یوې مهمې برخې داستان بیانوي.

نوموړی وايي " زه فکر کوم په ورستیو  شاوخوا ۱۰ کلونو کې  داسې مستند فلمونه جوړ شوي چې په ځانګړې توګه د اوښبه افغانانو اصلیت روښانه کوي، مګر په یوه فیچر فلم کې یې لیدل ډیر عالي کار دی".
The Furnace
Source: Facebook / The Furnace
لیکوالې او څېړونکې ډاکټر پامېلا ، د اوښبه افغانانو د ژوند په اړه ډېرې څېړنې کړي او په دغه برخه کې یې یو کتاب هم لیکلی دی. نوموړې وايي چې په فلم کې یو په زړه پوری کار دا شوی چې  د پردې پرمخ زیات وخت هغو کرکټرونو  ته ورکړل شوی چې د اوښبه افغانانو او سکانو رول لوبوي. همدا راز د فلم لوبغاړي په خپلو اصلي ژبو خبرې کوي.

د اوښبه افغانانو د ژوند په اړه جوړ شوی فلم (The Furnace) په داسې حال کې خپور شوی چې په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت روان کال د اوښبه افغانانو د ۱۶۰ مې کلېزې په توګه لمانځي. د افغانستان سفارت لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې په آسټرالیا کې د افغانستان سفير ښاغلي وحید الله ویسي د دغه فلم له ټولو کار کونکو مننه کړې او د دوي هڅې یې ستایلی دي.
The Furnace
Source: Facebook / The Furnace
د اوښبه افغانانو پر ژوند د نوي جوړ شوي فلم په اړه د افغانانو نظرونه په رپوټ کې اورېدلی شئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
په آسټرالیا کې مېشت افغانان د اوښبه افغانانو پر تاریخ د جوړ شوي فلم په اړه څه فکر کوي؟ | SBS Pashto