اسټراليا کې د اوښبه افغانانو تاریخ: اوښبه افغانان څه وخت او له کومو ځايو اسټرالیا ته راغلي وو؟

Afghan Cameleer

Source: State Library of Queensland

د اس بي اس پښتو خپرونه په اسټراليا کې د اوښبه افغانانو تاريخ راژوندي کولو لپاره ژمنه ده او اوښبه افغانانو تاريخ او ژوند ته ځانګړې کتنه کوي.


د اسټرالیا له کشف وروسته اوښبه افغانانو د دغه هېواد په جوږښت کې مهمه ونډه لوبولې او د اسټرالیا بڼه یې د تل لپاره بدله کړې.
 تاریخ پوهان لیکي چې د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰ م کلونو ترمنځ زرګونه اوښبه افغانان اسټرالیا ته راغلي او په دغه هېواد کې یې مهم کارونه ترسره کړي.
 له همدې امله تر نن ورځې پورې له اوښبه افغانانو څخه په اسټرالیا کې په ښه نوم یادونه کېږي. 

اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو د راتګ په اړه یو زیات شمېر تاریخ پوهان لیکي چې  په ۱۸۶۰ م کال کې لومړی ځل ۳ تنه اوښبه افغانان  له خپلو ۲۴ اوښانو سره اسټرالیا ته راوستل شوي او تر هغې وروسته نورو افغانانو ته هم د راتګ لاره پرانستل شوې. 

د سویلي اسټرالیا د ایالتي کتابتون پر ویب پاڼه، د کډوالو په اړه خپاره شوي مالومات بیا ښيي چې په اسټرالیا کې د افغانانو تاریخ له ۱۸۰ کلونو هم زیات دی او لومړی ځل په ۱۸۳۸م کال کې ۱۸ افغانان له خپلو اوښان سره د سویلي اسټرالیا ایالت ته رواستل شوي ترڅو د اسټرالیا د ترانسپورتي سیستم په جوړولو او د اسټراليا د بېلابېلو ښارونو او سیمو په نښلولو کې مرسته وکړي. 

په یو شمېر خپرو شویو اسنادو کې لېدل کېږي چې، لومړی ځل د دوست محمد خان ،حسن خان او جمعه بلوڅ خان په نومونو افغانان د اسټرالیا هېواد ته راغلي. 

اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد ته د خدمت ترڅنګ د اسلام دین ته هم خدمت کړی او د دغه هېواد په تاریخ کې یې لومړنی جومات جوړ کړی. 

د لومړنیو افغانانو له راتګ وروسته اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو راتګ د څو لسیزو لپاره دوام پیدا کړ.

یو شمېر لیکوالان باور لري چې د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰ م کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰۰۰ اوښبه فغانان اسټرالیا ته راغلي خو د فلیپ جونز او انا کیني په نوم لیکوالانو د اوښبه مسلمانانو په اړه یو کتاب لیکلي او په هغه کې راغلي چې د ۱۸۷۰ او ۱۹۲۰م کلونو تر منځ شاوخوا ۲۰۰۰ اوښبه افغانانو او ۲۰ زره اوښان له افغانستان او د هند له شمالي سیمو څخه اسټرالیا ته راوستل شوي. 

د اسټرالیا د اې بي سي شبکې لخوا ترسره شوې څېړنه ښيي چې زرګونه اوښبه افغانان له افغانستان، بریټانیوي هند او هغو پښتنو میشتو سیمو څخه اسټرالیا ته راغلي چې اوس پاکستان د حکومت تر کنټرول لاندې دي. 

اس بي اس پښتو راډیو غواړي ترڅو تاسو ته په اسټرالیا کې د اوښبه افغانانو د تاریخ، فعالیتونو، میراثونو او پېژندل شویو شخصیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي. 

د نن ورځې په مالوماتي راپور کې به تاسو واورئ چې اوښبه افغانان څه وخت او له کومو هېوادونو څخه اسټرالیا ته راغلي. 

 

 




شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې د اوښبه افغانانو تاریخ: اوښبه افغانان څه وخت او له کومو ځايو اسټرالیا ته راغلي وو؟ | SBS Pashto