د بومي اسټراليايانو غږ ریفرنډم: دا څه شی دی او ولې استرالیا کې پر مخ اچول کيږي؟

CANBERRA RECONCILIATION WEEK STOCK

The moon is seen behind the Australian flag, the Indigenous flag and the flag of the Torres Strait Islands flying outside Parliament House to mark Reconciliation week in Canberra, Tuesday, May 30, 2023. (AAP Image/Lukas Coch) NO ARCHIVING Source: AAP / LUKAS COCH/AAPIMAGE

آسټرالیايان به د دې کال په وروستیو کې پارلمان کې د بومي آسټراليايانو غږ ریفرنډم لپاره رایه ورکړي. تاسو ته د يادې ټول پوښتنې يا ريفرنډم په اړه اړين معلومات لرو ترڅو پوه شئ دا غږ څه شئ دی، ولې يې پارلمان کې داخليدو غوښتنه کيږي.


د روان کال پای کې په آسټراليا کې رايه ورکوونکي به د بومي اسټراليايانو پارلمان کې غږ شاملولو لپاره رايه ورکړي.

پدې ټول پوښتنه کې برخه اخيستل حتمي ده او که کوم دليل پرته څوک برخه وانخلي جريمه کيږي.

پارلمان کې د بومي اسټراليايانو غږ اصل کې د يوې کاري ډلې رامينځته کول دي کوم چې په هغو پريکړو کې نظر ورکوي کوم چې پر بومي اسټراليايانو مخامخ اغيز کوي.


بومي اسټراليايانو ته پارلمان کې غږ ورکولو لپاره بايد اساسي قانون کې بدلون راشي او په اساسي قانون کې هر ډول بدلون لپاره په ټول اسټراليا کې ټول پوښتنه ترسره کيږي.

له خلکو به دا پوښتنه کيږي چې ورته د هو يا نه ځواب ورکړي:
وړانديز شوی قانون: اساسي قانون کې بدلون راوستلو سره بومي اسټراليايانو پيژندل او د ابوريجينل او ټوريس سټريت الينډرز خلکو غږ رامينځته کول، آيا تاسو اساسي قانون کې دا بدلون تاييدوئ؟

YES 23 VOICE CAMPAIGN SYDNEY
A supporter is seen with the Aboriginal flag painted on her face in support of the vote hold placards during a Yes 23 community event in support of an Indigenous Voice to Parliament, in Sydney, Sunday, July 2, 2023. (AAP Image/Bianca De Marchi) NO ARCHIVING Source: AAP / BIANCA DE MARCHI/AAPIMAGE
د آسټرالیا بومي خلک هم يادې ټول پوښتنې برخه کې مختلف سیاسي نظرونه لري، ځینې یې د غږ لپاره وړاندیز سره موافق ندي. پدې کې مشهور ځایی سیاستوال شامل دي، او هغوی استدلال کوي چې پارلمان ته غږ به د بومي اسټراليايانو ناخوالو حل کولو لپاره کافي نه وي.

لکه څنګه چې ټولپوښتنه نږدې کیږي، د "هو" او "نه" کمپاینونه به د Voice لپاره او په مقابل کې دلیلونه وړاندې کړي، او د هیواد په ګوټ ګوټ کې به کورونو ته معلوماتي کتابچه واستول شي.

لا ډير معلومات بشپړ تيار شوي رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service