د آسټرالیا له یوه ایالت څخه بل ایالت ته د کډه کولو پرمهال باید کومو ټکو ته پام وکړئ؟

SG Moving Interstate - A young woman is packing her moving boxes

Settlement in a new country is a significant process, so moving interstate can feel like settling twice. Credit: Catherine Delahaye/Getty Images

هر کال په سلهاوو زره آسټرالیایان د کار، تعلیم، کورنۍ یا د ټولنې د ښه ملاتړ په موخه له یوه ایالت څخه بل ایالت ته کډه کوي. لکه څرنګه چې د آسټرالیا په ایالتونو کې ځینې قوانین او مقررات توپیر لري، له همدې امله پکار ده ترڅو له سفر مخکې ځینې مهمو ټکو ته پاملرنه وکړئ.


د آسټرالیا له یو ایالت څخه بل ایالت ته ګډه کول د زیاتېدو په حال کې دي. د آسټرالیا د احصایې ادارې آمار ښيي، هغه کسان چې په بهر کې پیدا شوي او بیا آسټرالیا ته راغلي، د هغو کسانو په پرتله زیاته کډه کوي چې په آسټرالیا کې پیدا شوي دي.

د AMES Australia ادارې د عامه اړیکو مدیر، لوري ناوول وايي، آسټرالیا یو فدرالي هېواد ده، د دغه هېواد ټول ایالتونه مختلف سیستمونه، خدمات او قوانین لري. نو ډیری هغه شیان چې آسټرالیا ته د لومړي ځل راتګ پرمهال کډوالو ته تنظیم شوي، ممکن یاد شیان له یوه ایالت څخه بل ایالت ته د سفر پرمهال یو ځل بیا برابر شي.
خپل آدرس بدل کړئ

د آسټرالیا له یوه ایالت څخه بل ایالت ته د کډې پرمهال باید له حکومتي ادارو، بانک، د خپل ایالت د ترانسپورت ادارې او د خدماتو له وړاندې کوونکو سره خپل نوی آدرس شریک کړئ.

ښاغلی ناوول وايي، هغه کسان چې ځینې ځانګړې ویزې لري، د نورو ادارو ترڅنګ باید خپل آدرس د کورنیو چارو له وزارت سره هم تغییر کړي، د آدرس بدلولو چارې په آسانۍ سره آنلاین ترسره کېدای شي.

هغه وايي: "خلکو ته پکار ده ترڅو د خپل نوي آدرس په اړه نه یواځې ملګرو ته بلکې بانک ته او که چېرې له سنټرلنک څخه پیسې ترلاسه کوي نو یادې ادارې ته خبر ورکړي."

مهرباني وکړئ، لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
SG Moving Interstate - desk with keys and documents
Flat lay of real estate concept ***These documents are our own generic designs. They do not infringe on any copyrighted designs. Source: iStockphoto / Rawpixel/Getty Images/iStockphoto

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د آسټرالیا له یوه ایالت څخه بل ایالت ته د کډه کولو پرمهال باید کومو ټکو ته پام وکړئ؟ | SBS Pashto