د بومي آسټرالیایانو د 'غږ' ټولپوښتنه د څه په اړه ده؟

Composite image for July must run 1800px.png

د بومي آسټرالیایانو د ټولپوښتنې کاري ګروپ وايي، غږ به یو دایمي ارګان وي ترڅو د آسټرالیا په پارلمان او حکومت کې د هغو قوانینو او تګلارو استازیتوب وکړي چې د ابوریجینل او ټوریسټریټ آیلنډرز خلکو لپاره مهمه دي.


د روان کال په وروستیو کې به آسټرالیایان په یوې ټولپوښتنه کې برخه واخلي او له دوي څخه به غوښتنه وشي ترڅو لاندې پوښتنې ته 'هو' یا 'نه' رایه ورکړي.

آیا تاسو په اساسي قانون کې د بدلون ملاتړ کوئ ترڅو د آسټرالیا لومړني خلک د ابوریجنل او ټوریسټریت آیلنډز خلکو د غږ په رامنځ ته کولو سره وپېژندل شي؟
مګر اصلي پوښتنه داده چې غږ څه ته وايي او د هغه د ملاتړ او مخالفت لپاره دلیلونه کوم دي؟

د ۲۰۱۷ ميلادي کال په مې میاشت کې د بومي آسټرالیایانو ۲۵۰ استازي، اولورو سره نږدې د دغه هېواد د لومړنیو اوسېدونکو د اساسي قانون په کنوانیسون کې سره راټول شوي وه او د اولورو اعلامیه یې له زړه څخه د آسټرالیا خلکو ته وړاندې کړه. د ټولپوښتنې د شورا غړې، پروفیسورې میګن ډیویس د لومړي ځل لپاره د اولورو اعلامیه لوستلې ده.
د اولورو په اعلامیې کې راغلي چې:

موږ د خپلو خلکو د پیاوړتیا لپاره د اساسي قانون د بدلون په لټه کې یو ، او په خپل هیواد کې سم او مناسب ځای درلودل غواړو. کله چې موږ په خپل تقدیر واک ولرو نو زموږ ماشومان به وده وکړي، دوی به په دوو نړیو کې ګرځي او د دوی کلتور به د دوی هیواد ته ډالۍ وي. موږ په اساسي قانون کې د لومړنیو آسټرالیایانو د غږ د رامینځته کېدو غوښتنه کوو.

د اولورو له اعلامیې څخه ۶ کاله تېر شوي، مګر اوس د دې وخت را رسېدلی ترڅو له آسترالیایانو څخه غوښتنه وشي چې په ټولپوښتنې کې برخه واخلي او رایه ورکړي.

مهرباني وکړئ، لا‌ ډېر جزیات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور 
یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service