د آسټرالیا په ګډون د نړۍ نږدې ټول هېوادونه د ملګرو ملتونو ادارې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون ته ژمن دي.
د ملګرو ملتونو ادارې، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون پر اساس ټول ماشومان د ښوونې، روغتیا او خوندیتوب له مساوي حقونو څخه برخمن دي.
شاوخوا ۳۴ کاله کېږي چې آسترالیا د ملګرو ملتونو ادارې، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړی. دغه تړون په دې مانا ده چې د آسټرالیا حکومت به ماشومانو ته د خوندي او سالم ماشومتوب حق ورکوي.
لا ډېر معلومات په رپوټ کې اورېډلی شئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.